د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

لا هم افغان امنیتي ځواکونه ډیرې نیمګړتیاوې لري


که څه هم افغان چارواکي مني، چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د نړېوالې ټولنې له خوا د پام وړ مرستې او هلې ځلې شوي خو وایي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه اوس هم ډيرې نیمګړتیاوې لري.

د دفاع وزارت وایي، چې د ملي اردو شمېر کابو یولک او پنځه نوي زره تنو ته رسیدلی، د ملي اردو جزوتامونو او شپږ واړو قول اردګانو ته مهم او عصري تاسیسات جوړ شوي او پیاده ځواکونه له بل هر وخت نه اوس مهال پیاوړي دي.

د دې وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغانستان ملي اردو اوس هم د هوایي او زغروالو امکاناتو او تجهیزاتو له پلوه ستونزې لري، خو په دې برخه کې له ناټو او نورو هېوادونو سره خبرې رواني دي:

"موږ په هوایي ځواک کې ستونزې لرو او خپلې اندیښنې مو هم څرګندې کړي.

دغه راز په توپچي او زغروال درانه نقلیه وسایطو په برخه کې هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ یو.

خو په دې برخه کې له ناټو او نړېوالې ټولنې سره په هماهنګې کار روان دی او هیله ده چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه دا ستونزه حل شي".


ده څرګنده کړه، چې نړېوالې ټولنې ژمنه کړې، چې د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپایه به افغانستان ته یوسل او شپږ څلویښت هیلې کاپټرې او الوتکۍ هم ورکړي او همدا اوس یو هوایي پوهنتون هم په دې هېواد کې د جوړیدو په حال کې دی.

ده وویل، چې لسګونه پیلوټان په شینډنډ او بهرنیو هېوادونو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي او د ملي اردو ځواکونه د پخواني شوروي اتحاد څخه پاتې لسګونه ټانکونه او سلګونه امریکایي زغروال نقلیه وسایط لري.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پولیسو شمېر یونیم لک ته رسیدلی او د روان کال تر پایه به دا شمېره اوه زره نوره هم زیاته شي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په تیرو کلونو کې د نړېوالې ټولنې له خوا پولیسو ته د ملي اردو په پرتله کمه پاملرنه شوې خو هڅه کیږي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه پولیس هم له هره پلوه پیاوړي شي:

"د افغانستان ملي پولیس د تجهیزاتو او نورو امکاناتو له پلوه په ښه وضع کې نه دي.

هغه لازمه پانګه چې په دې برخه کې په تیرو یوولسو کلونو کې اچوول شوې وایی نه ده اچول شوې بلکې په وروستیو پنځه یا شپږو کلونو کې پولیسو ته پام زیات شوی.

هیله دا ده چې د پولیسو د تجهیز او سمبالولو په برخه کې ګړندي ګامونه اوچت او د نړیوالې ټولنې کړې ژمنې عملي شي".


په شیکاګو کې د ناټود سرمشریزې په غونډه کې پریکړه وشوه چې د لسو نورو کلونو لپاره دې هم افغان امنیتي ځواکونو ته د کال څلور اعشاریه یو ملیارده ډالر ورکړل شي،دغه راز په لیزبون غونډه کې موافقه وشوه چې افغان امنیتي ځواکونه دې د تجهیزاتو او وسلو او دغه راز د هوایی ځواک له پلوه له خپل هیواد څخه د بشپړې دفاع جوګه شي.

خو د پوځي او امنیتي چارو څیړونکي په تیرو لسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې کړي کارونه کم بولي او وایی چې په دې برخه کې مرستې ترډیره په تشریفاتي مسایلو لګیدلي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال امرالله امان آزادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه لاهم ډیرې ستونزې لري او په هغه سطح هم نه دي پیاوړي شوي چې د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو چارواکي یې وایی:

" تراوسه پورې د افغانستان امنیتی سکتورونو ته هیڅ ډول کار نه دی شوی،هوایی ځواک په پښو نه دی ولاړ،له بده مرغه زغروال ځواک نشته،د هوایی دفاع څانګه بیخي نلرو.

نه ټانک شته،نه محاربوي ماشینونه او نه هم توپچي په امنیتی ځواکونو او وسله وال پوځ چې کوم لګښت شوی هغه سمټي دیوالونه او زره موټراخستل شوي".


افغان حکومت وایي، چې په تیرو لسو کلونو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په ملکي برخو کې اوه پنځوس ملیارده ډالر مرسته کړې خو وایی چې په امنیتي او پوځي برخو کې د نړیوالې ټولنې د مالي لګښت په اړه له دوی سره معلومات نشته.

جنرال امرالله امان د ځینو منابعو له قوله وایی چې نړیوالې ټولنې یوازې د افغان ځواکونو لپاره د تاسیساتوپه لګولو کې څه باندې یوولس ملیارده ډالر لګولي او ښایی چې د امنیتي ځواکونو د بیارغونې،وسلواو تجهیزاتوپه برخه کې یې ملیاردونه ډالر نور هم لګولي وي.

سره له دې چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د پولیسو او ملي اردو ځواکونو سپکې وسلې ښې بولي خو پوځي او امنیتی څیړونکي دا وسلې هم زړې او له کاره لویدلي ګڼي او وایی چې دې مسالې ته هم باید جدي پاملرنه وشي.
XS
SM
MD
LG