د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

په وردګو کې تښتول شوي دولتي چارواکي راخوشي شوي


د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې څلور ورځې وړاندې وسله والو د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې څلور تنه دولتي چارواکي تښتولي وو، چې دوي يې د را خوشې کولو په موخه عمليات پيل کړي او اوس يې تښتول شوي څلور واړه دولتي چارواکي را له وسله والو څخه بېرته راخوشي کړي دي.

تښتول شوي څلور تنه دولتي چارواکي څلور ورځې وړاندې د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې وسله والو تښتولي وو، چې نن د افغان ځواکونو د عمليآتو په پايله کې يې بېرته را خوشې کړل شوي دي.

په برمته شويو څلورو تنو کې د کابل د پېنځمي امنيتي حوزې يو تن صاحب منصب هم شامل دی.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې وسله والو د تښتولو شويو دولتي مامورينو له کورنيو د دوی د ورخوشي کولو په بدل کې دوه سوه زره امريکايي ډالر غوښتي وو .

دی وايي، وروسته بيا افغان ځواکونو د دوي د راخوشې کولو په موخه په جلرېز کې عمليات پيل کړل او نن يې د جلرېز په علي خېلو سيمه د وسله والو له منګولو څخه را خلاص کړي دي:

"دغه عمليات د دوي د را خلاصولو د پاره ترسره شوي دي. له نېکه مرغه نن غرمه افغان ځواکونه وتوانېدل چي تښتول شوي کسان أه علي خيلو سيمه کې له وسله والو څخه بېرته را خوشي کړي.

په راخوشې شوېو کسانو کې د کابل د پېنځمې حوزې يو صاحب منسب هم دی. چې وسله والو يي د خوشي کولو په بدل کي دوه لکه ډالر غوښتي وو."


شاهد زياتوي، چې د عملياتو پر مهال د دل اغا په نامه د وسله والو يو قومندان ټپي شوی او څلور نور ملګري يې وژل شوي دي.

دی وايي، اوس هم په سيمه کې عمليات روان دي او تر هغو به دوام وکړي چې سيمه له وسله الو څخه پاکه شوې نه وي.

تر اوسه پورې د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوې ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې پېنځه افغان مزدوران تښتولي او وژلي وو .
XS
SM
MD
LG