د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

امنیتي ستونزې د کابل تر دروازو رارسېدلي


د ولسي جرګې یوشمېر غړي او عام وګړي اندیښنه ښیي؛ چې د کابل په شاوخوا ولایتونو کې د امنیت خرابیدل د کابل امنیت هم له ګواښ سره مخ کړي.

دوی وایي که چېرې د لوګر، پروان او میدان ودرګو ولایتونو امنیت ته جدي پاملرنه ونه شي؛ نو په دغو ولایتونو کې ناامنۍ به د کابل په امنیت هم منفي اغیز وکړي.


د ولسي جرګې یوشمیر غړي او عام خلک په دې وروستیو کې د لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې د امنیتي ستونزو پر زیاتیدو اندیښنه ښیي او وایي، دغه ډول ستونزې به دکابل ولایت په امنیت هم ناوړه اغیز وکړي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي محمد اکبر ستانکزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه اندیښنه وښودله او ویې ویل؛ د لوګر یو شمېر ولسوالۍ په دې وروستیو کې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي وویل، که د لوګر امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونشي، نو په دې ولایت کې د ناامنیو ډېرېدل به پلازمینه کابل هم وګواښوي:

″په دې وروستیو کې د لوګر امیتي حالت ډیر خراب شوی، موږ څو ځله په دې اړه له مسوولینو سره خبرې وکړې؛ خو تر اوسه توجه ورته نه ده شوې، ځکه هلته پرسونل کم دي.

جالبه خبر دا ده، چې په دې وروستیو کې په مرکز او خوښۍ ولسوالۍ کې امنیتي مسوولیت انتقال شو، په دې ولسوالۍ کې څلویښت هیوادونو امنیت ونه شو نیولای نو اوس به په دوه پولیسو او اردو سرتیرو امنیت څنګه ونیسي؟

په دې ولایت کې امنیت ډیر خراب دی، چې مرکز او څلور نور ولایتونه یې له ګواښ سره مخ کړي.″


په همدې حال کې د لوګر، میدان وردګو او پروان ولایتونو اوسیدونکي په خپلو ولایتونو کې وسله والو طالبانو له فعالیتونو او د نا امنیو پر زیاتیدو اندیښنه څرګندوي.

د دې ولایت څو تنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

″ ۱- زه له لوګر څخه خبرې کوم، دلته امنیتي وضع ډیره خرابه ده، بیخي ګډوډی ده، زه له مرکزي حکومت څخه غواړم، چې دې ته پاملرنه وکړي.

۲- په میدان وردګو کې قوماندان ډیر دي، پرموږ یې ظلم زیات دی، څوک مو پوښتنه نه کوي، هره ورځ جنګ وي.

۳- موږ په پروان ولایت کې د طالبانو له فعالیتونو تنګ شوی یو فعالیتونه یې پراخ شوي.″


په دې وروستیو کې له لوګر او میدان وردګو ولایتونو څخه د ناامنیو د یو لړ مشخصو پیښو راپورونه هم ورکړل شول.

د تیرې شنبې په ورخ وسله والو مخالفینو د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې پنځه هغه کسان ووژل چې د سیمه یېزو چارواکو به وینا د بهرنیو ځواکونو په مرکز کې یې کار کاوه.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت د کابل په شاخوا ولایتونو کې د امنیتي حالت د خرابوالي رپوټونه ردوی او وایيګ چې وسله وال مخالفین کمزوري شوي او نه شي کولای، چې د کابل او یوشمېر نورو ولایتونو لپاره امنیتي ګواښونه پیښ کړي.

د دی وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادی راډیو ته وویل؛ چې دوی په لوګر، میدان وردګو او پروان ولایتونو کې د وروستیو پیښو په اړه څیړنې پیل کړي ترڅو عاملین یې ونیول شي.

″دا په دې مانا نه ده، چې امنیت خراب شوی، برعکس موږ د امنیتي مسولیتونو د انتقال په دریم پړاو کې یو او دښمن کوښښ کوي، چې خپل ځان ښکاره کړي او په خلکو کې ویره واچوي، د دوی فعالیتونه یواځې په خلکو کې ویره اچول دي، طالبان اوس نه شي کولای، چې امنیت خراب کړي، هغوی مات شوي دي.″

په همدې حال کې ایساف ځواکونه وایي، چې په ټول هېواد کې امینت تامین دی او خال خال پیښې نه شي کولای، چې امنیتی وضع په ځانګړی توګه د کابل ولایت امنیتي حالات خراب کړي.

د ایساف د ځواکونو ویاند ګونټر کتز ازادي راډیو ته وویل؛ چې دوی هم پوهیږي، چې د کابل ولایت په شاوخوا ولایتونو کې ځینې پیښې رامنځ ته شوي.

نوموړی وایي، افغان ځواکونه پیاوړي شوي او دوی هم کوښښ کوي، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې ټول امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG