د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

له افغانستان سره د نږدې سل ملیارده ډالرو د مرستې ژمنه شوې


افغان حکومت وایي، چې په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د نږدې سلو ملیاردو ډالرو د مرستې ژمنه شوې؛ چې نږدې شپیته ملیارده یې عملي شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې له دې مرستو څخه په تیرو لسو کلونو کې په بیلاو برخو کې د پام وړ ګټه پورته شوي او ترډیره اساسي کارونه ترسره شوي.



نړیوالې ټولنې په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره په ملکي برخو کې د اوه نوي ملیارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې؛ چې تراوسه د دې مرستو اوه پنځوس ملیارده عملي شوي دي.

افغان حکومت وایي، چې د دې مرستو ژمنې په تیرو لسو کلونو کې د توکیو، برلین، لندن، فرانسې، ایټالیا او داسې نورو نړیوالو کنفرانسونو کې شوي؛ چې د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ لپاره ډیرې مهمې بلل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي آزادي راډیو ته وویل؛ چې د دې مرستو په واسطه په افغانستان کې د بیارغونې مهم کارونه ترسره شوي؛ چې د ده په خبره ترډیره هغه پروژې عملي شوي چې د دې هیواد لومړیتوبونه بلل کیدل:

"په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د بیارغونې، د امنیت د ټینګښت او د ښو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې مو ښې لاس ته راوړنې درلودې.

اوس له اته ملیونو څخه زیات زده کوونکي ښوونځیو ته ځي چې کابو څلویښت فیصده یې نجونې دي.

ډیر شمېر افغانان لږ ترلږه روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري، کابو لس زره کیلو مټره پاخه سړکونه او لسګونه زره نور خامه جوړ کړي سړکونه لري.

دغه راز موږ د سیمې په کچه تر ټولو آزاد او پیاوړي رسنۍ لرو."


د مالیې وزارت وایي، چې په ملکي برخه کې د نړیوالې ټولنې له خوا د اوه نوي ملیارده ډالرو د مرستې له ژمنې سربیره ملیاردونه ډالره نور په افغانستان کې په پوځي او امنیتي برخو کې هم په وړیا ډول لګول شوي؛ خو وایي، چې حساب یې له افغان حکومت سره نشته.

د دې وزارت سلا کار نجیب منلي آزادي راډیو ته وویل چې د نړیوالې ټولنې له اوه پنځوس ملیارده ډالرو مرستو څخه چې عملي شوي شل فیصده یې د افغان حکومت له ملي بودجې او په سلو کې اتیا یې د بهرنیو هیوادونو او موسسو لخوا په دې هیواد کې لګیدلي دي.

ښاغلي منلي څرګنده کړه چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې ترلاسه کړې مرستې په سمه توګه لګولي خو د ده په خبره اتیا په سلو کې مرستې چې د بهرنیو لخوا لګول شوي حساب یې هم نشته او پر سمو او اساسي پروژو هم نه دي لګیدلي:

"که چیرې موږ په افغانستان کې د تیرو لسوکلونو د بیارغونې بهیر ته وګورو هغه څه چې جوړ شوي او موږ ته پاتې کیږي؛ ښایي ارزښت یې کابو شل ملیارده ډالرو ته ورسیږي.

نورې ټولې پیسې په نا اغیزمنه توګه لګیدلي، لکه پر لنډ مهالو پروژو چې د افغانستان لپاره یې ګټه په هیڅ شمیرل کیږي."


افغانستان هغه هیواد دی چې په تیرو لسوکلونو کې نړیوالې ټولنې ورته جدي پاملرنه کړې او په بیلا بیلو برخوکې یې مهمې مرستې ورسره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تیرې مرستې زیاتې بولي خو وایی چې افغان حکوت او بهرنیو هیوادونو او موسسو دا مرستې لکه څنګه چې لازمه وه نه دي لګولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سیف الدین سیحون هم په همدې باور دی او وایی چې په ځینو مواردو کې پروژې عملي شوي خو په ټیټ کیفیت او ډیرمالي لګښت:

" پروګرامونه سم نه دي، جوړ شوي، لومړیتوبونه په پام کې نه دي نیول شوي، پروژې خرابې وې او د خلکو اقتصادي ستونزو ته چاه پام نه دی کړی.

دغه راز پیسې په هغو ځایونو یا سړکونو، ښوونځیو او روغتیایي کلینکونو لګول شوي چې د کمیت او شمیر له امله زیات دي خو د کیفیت له پلوه په هیڅ حسای دي.

دوی باید اساسي پروژې عملي کړي وایی او کوم کارونه یې چې ترسره کړي دا هم باید په لوړ کیفیت ترسره شوي وای."


ده څرګنده کړه چې بهرنیو هیوادونو او موسسو ډیرې پیسې په تشریفاتي مسایلو لګولي او اساسي پروژو ته لکه خلکو ته کارموندنه،تولیدي فابریکې،د اوبو او برښنا لوی بندونه،کرنې اومالدارۍ،ظرفیت جوړونه او داسې نورو ته جدي پاملرنه،نه ده شوې.

د افغانستان عام خلک هم وایی چې د نړیوالو لخوا د ملیاردونو ډالرو مرستو سره سره لا هم دوی ډیرې اقتصادي او نورې ستونزې لري،لاهم په هیواد کې بیکاري ډیره ده، کرنه نه ده پیاوړې شوې،ولسوالیو ته غځیدلي لارې او سړکونه نه دي جوړ شوي، روغتیایی ستونزې لري او رشوت او اداري فساد خو هغه څه دي چې له امله یې خلک پوزې ته راغلي دي.

دا چې په پوځي او امنیتی برخو کې له نړیوالو مرستو څخه څنګه ګټه پورته شوې او اوس مهال د افغانستان امنیتي ځواکونه په څه حال کې دي په راتلونکې را پور کې به درته وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG