د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ولسي جرګه د هېواد امنیتي وضعیت ته اندېښمنه ده


د افغانستان ولسي جرګې د اوړي د رخصتیو له تیریدو وروسته په خپلې لومړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د مهمو شخصتونو د وژنو او پر سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د راکتي حملو په دوام اندیښنه وښودله.

د ولسي جرګې غړیو له اوږدو بحثونو وروسته پریکړه وکړه؛ چې باید لوړ پوړي امنیتي چارواکي د دوی سوالونو ته د ځواب ورکولو لپاره د دې جرګې یوې راتلونکې غونډې ته را وغوښتل شي.

که څه هم د ولسي جرګې یو شمیر غړیو ټینګار کاوه چې باید د افغانستان د امنیتي ارګانونو مسوولین استیضاح شي خو ددې جرګې اداري پلاوي بیا دا مسله روښانه نه کړه؛ چې دا مسوولین به استیضاح که استجواب کړای شي.

ولسي جرګې وروسته له هغې د امنیتي ارګانونو د مشرانو د راغوښتلو پریکړه وکړه؛ چې دیکشنې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې اکثرو وکیلانو پرامنیتی ارګانونو انتقادونه وکړل، چې د مهمو شخصیتونو د وژنې او د پاکستان له خاورې د راکټي حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د دې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د یکشنبې ورځې د غونډې پریکړه داسې اعلان کړه.

″لکه څنګه چې په کونړ، سمنګان کې یوه ډیره دردناکه پیښه او همدا راز په کابل او میدان وردګ ولایتونو کې د نا امنیو ډیریدل ددې ایجاب کوي؛ چې د ملت کور باید ډیر ژر دغې پیښې ته لاس رسۍ وکړي.

په دې هکله به امنیتي ارګانونه ستاسو د وړاندیز له مخې د ملت کورته راغواړو، ستاسو زړه چې استجواب کوی یې او که یې استیضاح کوی.″


د ولسي جرګې غړي د اوړي له یوې نیمې میاشتې رخصتۍ له تیرولو وروسته په هیواد کې د امنیتي وضعیت په خاصه توګه په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري د راکټي حملو او په سمنګان کې د ځان وژونکې برید په هکله چې پکې د ولسي جرګې غړی احمد خان سمنګاني هم ووژل شو پراخ بحثونه وکړل.

د ولسي جرګې مشر زیاته کړه، چې د امنیتي ارګانونو د مسوولینو د استجواب او یا استیضاح په هکله د دې جرګې د غړیو ملاتړ کوي.

خو د دې جرګې یو شمېر غړي بیا په دې اند دي، چې که امنیتي چارواکي استیضاح شي، نو په ولسي جرګه کې به یو ځل بیا معاملې پیل شي.

په داسې حال کې چې د دې جرګې یو شمیر غړیو په حکومت انتقاد کاوه؛ چې له اداري فساد سره د مبارزې او امنیت ټینګولو په برخه کې یې کار نه دی کړی خو د دې جرګې یو شمېر نور غړي اداري پلاوي او د جرګې ځینې غړي تورنوي چې تراوسه یې هیڅ کار نه دی کړی.

د دې جرګې یو غړی محمد سرور عثماني په دې هکله وایي.

″موږ له ملي حاکمیت نه ملاتړ نه دی کړی، له ناموس نه مو ملاتړ نه دی کړی. فساد مو له منځه نه دی وړی.

تاسو له څه شي دفاع کړې ده، رییس صاحب وایي، چې زه مسوول نه یم، ته مسوول یې، یو ضعیف رییس ېې، معامله ګر یې په کار کې قاطعیت نه لرې، که زه ستا پر ځای وای نو دروازه مې بندوله او په خپل کورکې کیناستم.

څلورویشت ساعته په بهرنیو سفرونو کې یې، د شورا په منځ کې فساد له منځه نشې وړلای.

وکیل صاحبانو تاسو په کانتیننتل کې لس زره ډالره واخیستې او په فساد کې غرق یاستې اول ځان پاک کړې بیا کولای شې چې خلکو ته خدمت وکړی.″


د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې حکومت د وکیلانو د امنیت په نه ټینګولو تورنوي چې د افغانستان امنیتي مسوولینو بیا تل د دوی دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

افغان حکومت په سمنګان کې د تیرې اوونۍ د ځان وژونکې برید د څرنګوالي په هلکه د تحقیقاتو لپاره یو هیات ګمارلی دی.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې د ملي شورا په دوه وو وروستیو دورو کې ددې جرګې شاوخوا شل تنه غړي په بیلابیلو امنیتي پیښو کې وژل شوي دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG