د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

قاسمیار: د سولې په برخه د پاکستان په سیاسي اراده کې بدلون راغلی


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، چې د سولې په اړه د پاکستان سیاسي اراده پياوړې شوې او په کابل کې یې له پاکستانيو چارواکو سره وروستۍ خبرې ګټورې وې.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د صدراعظم راجاپرویز اشرف په مشرۍ له پاکستاني پلاوي څخه چې کابل ته یې سفر کړ و، یو لړ مشخصې غوښتنې شوي دي.

په پاکستان کې د یو شمېر زنداني طالبانو خوشې کیدل، د افغانستان د جګړې په اړه د د فتواوو مخه نیول او له سولې سره یوخآی کیدونکو طالبانو ته؛ د خوندي ژوند ضمانت هغه غوښتنې دي؛ چې د سولې عالي شورا له پاکستاني چارواکوڅخه کړي دي.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې که پاکستان د سولې د ټینګښت په برخه کې په خپلو ژمنو وفا وکړي نو د سولې بهیر به ډیر ژر بریالی شي.

ښاغلي قاسمیار وویل، چې د پاکستاني چارواکو د ژمنو د تعقیب او ارزونې لپاره به د سولې عالي شورا یو پلاوی د روژې په میاشته کې پاکستان ته یو سفر هم ولري.

″موږ داځل په خپلو غونډو کې د پخوا په پرتله یوه پیاوړې سیاسي اراده ولیدله، د روژې په میاشته کې به د سولې عالي شورا یو پلاوی د دغې شورا د مشر په رهبرۍ پاکستان ته ولاړ شي.

دوی به له پاکستاني چارواکو سره په دې خبرې کوي، چې تراوسه دوی څه کړي او څه به کوي.″


د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان یو پلاوی د دغه هیواد د صدر اعظم په مشرۍ کابل ته راغلی و او دلته یې د سولې عالي شورا له مشرتابه سره هم خبرې کړې وې.

د سولې عالي شورا په داسې حال د پاکستان په سیاسي اراده کې د بدلون خبره کوي چې یو شمېر افغان کارپوهان بیا دې مسالې ته د شک په سترګه ګوري.

افغان کتونکي جاوید کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، چې د ترهګرۍ په ځپلو او د سولې په ټینګښت کې د پاکستان د ملکي حکومت ژمنې هیڅ وخت هم نتیجه نه ورکوي.

″کومې خبرې چې د پاکستان د مشرانو او په ځانګړې توګه؛ د ملکي حکومت له خوا شوې دي په دې لسو کلونو کې کومه عملي نتیجه ترینه لاسته نه ده راغلې.

په حقیقت کې د پاکستان د وضیعت، طالبانو او ترهګرو کنټرول ټول د استخباراتو او پوځ په لاس کې دی.

ترڅو چې د سولې لپاره پوځیان اماده نه شی د ملکي حکومت له لاسه هیڅ شی هم نه کیږي.″


د ښاغلي کوهستاني په خبره د پاکستان پوځ او استخبارات اوس هم د افغانستان د جګړې اور ته پکه وهي او ښه دلیل یې په دې وروستیو کې پر ملي اردو او ملي پولیسو د حملو زیاتوالی بولي.

نوموړی وایي سولې ته د طالب مشرانو هڅول د پاکستان د ملکي حکومت له وس څخه پورته خبره ده خو وایي دا هغه وخت امکان لري چې د دې هیواد پوځ او استخبارات اراده وکړي.

خو بل لورته پاکستاني چارواکي دا خبره ردوي چې ګواکی د دوی ملکي حکومت او پوځ بیلابیل اهداف لري.
XS
SM
MD
LG