د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

طالب وسله والو په میدان وردګو کې ۵ تنه مزدوران وژلي دي


وسله والو طالبانو د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې پنځه تنه مزدوران وژلي او جسدونه يې په سيمه کې غورځولي دي. چارواکي وايي، وژل شوي مزدوران عام وګړي وو او په جلرېز کې يې مزدوري کوله.

چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره ورځ د ميدان وردګو له جلرېز ولسوالۍ څخه شپږ تنه مزدوران تښتولي؛ چې له ډلې څخه يې يو تن ورڅخه په تېښته بريالی شوی او پاتې پېنځه نور يې نن سهار وژلي دي.

دولتي چارواکي وايي وژلو شويو مزدورانو په جلرېز ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو په يوه قرار ګاه کې کارکاوه او تېره ورځ ورڅخه را روان وو؛ چې په لاره د وسله والو طالبانو لاسته ورغلي وو.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، وسله والو طالبانو د پنځو تنو مزودرانو جسدونه نن سهار د جلرېز ولسوالۍ د قلعه فيضو په سيمه کې غورځولي او شا و خوا يې ورسره ماينونه ايښي دي.

دی وايي، امنيتي چارواکي سيمې ته تللي، چې جسدونه راوړي:

″د جلرېز نه د ميدان په لوري دغه مزدوران په يو سراچه موټر کې را سپاره وو. وسله والو دوی د ملاخېلو په سيمه کې اختطاف کړي وو. نن سهار وسله والو د پنځو تنو جسدونه د قلعه فيضو په سيمه کې غورځولي او يو مزدور ورڅخه د شپې په تياره کې تښتېدلی دی.

وسله والو له جسدونو سره ماينونه هم ايښي او تر اوسه امنيتي چارواکي نه توانېدلي چې جسدونه مرکز ته راوړي.″

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو څه موده وړاندې هم د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې يوه مېرمن بهرنيو سرتېرو ته د جاسوسۍ په تور وژلې وه.
XS
SM
MD
LG