د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

“د سوريې رژيم د ملکيانو په ساتلو کې ناکام شوى”


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون نن وویل ، چې د سوریې رژیم په څرګند ډول د ملکي خلکو د امنیت په ټینګولو کې ناکام شوی دی.

د فرانسې د خبري اژانس په حواله ، بانکي مون د شنبې په ورځ په کروشیا کې د سوریې د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

ده وویل:

د سوریې رژیم په څرګند ډول د ملکي خلکو د امنیت ټینګولو په برخه کې پاتې راغلى دى. نړیواله ټولنه په دې ارتباط ډله يیز مسوولیت لري ، چې د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور له اصولو سره سم عمل وکړي”

د ملګروملتونو د سازمان عمومي منشي د یوې اوونۍ لپاره د بالکان هېوادونو ته په رسمي سفر وتلی دی .

ده په کروشیا کې د سوریې د حالاتو په اړه په خپلو څرګندونو کې ټينګار وکړ، چې په سوریه کې د خلکو د مړینې د ارقامو لوړیدو او له کورونو څخه تښتېدلو ته د زیات شمیر خلکو د مجبورېدو له امله شدیده اندېښنه لري.

په عین حال کې د بشري حقونو فعالین وايي، چې نن د سوریې په دوهم لوی ښار حلب کې د حکومتي ځواکونو او پاڅون کوونکو ترمنځ نښتې روانې وې.

خو رپوټونه وايي، چې په دمشق کې نن وضعیت یو څه ارام وو .

بان کي مون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وستایله ، چې په سوریه کې یې د ملګروملتونو د سازمان د څارونکي ماموریت د کار موده یوه میاشت تمدید کړه .

د ملګروملتونو څارونکی هیات په سوریه کې د سولې د ټينګښت لپاره د دې سازمان د پلان د عملي کیدو لپاره د هڅو څارنه کوی.

بانکی مون ټینګار وکړ، چې د دې ماموریت د تمدید لپاره په امنیت شورا کې د جمعې د ورځې رایې ګیري موثر اقدام وو.

ټاکل شوې، چې په سوریه کې د ملګروملتونو د سازمان د څارونکي ماموریت مشر جنرال بابکرګايي د سه شنبې په ورځ دمشق ته ورسیږي.

ده پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې خبریالانوته وویل :

”زه به سوریې ته له رسېدو سره سم د دې ډاډ تر لاسه کولو هڅه وکړم ، چې زموږ ماموریت په موثر موقف کې دي او په راتلونکو دېرشو ورځو کې غوره کار کولای شي. دا دېرش ورځې زه وروستی چانس نه بلکې د نړیوالې ټولنې اندېښنه ګڼم . سره له دې، چې د دې اندېښنې د څرګندولو ډولونه بېل دي، خو دا اندیښنه په سوریه کې د خلکو د کړاو په خاطر ده . نو راځئ داسې وګڼو ، چې دا به زما هڅه وي، چې له دی دیرشو ورځو څخه تر ټولو غوره کار واخلم”

د ملګروملتونو د سازمان عمومي منشي، په سوریه کې پر ټولو ښکیلو غاړو ږغ وکړ، چې له هر ډول شرایطو پرته له وسله وال تشدد څخه لاس واخلي.

بان کي مون ټينګار وکړ، چې په سوریه کې د نورو دېرشو ورځو لپاره د دې سازمان د څارونکي ماموریت تمدید په واضح ډول څرګندوي، چې د سوریې د رژیم په ګډون په سیمه کې ټولې ښکیلې ډلې د خلکو له وژلو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د درنو وسلو له کارولو څخه د لاس اخیستلو مسولیت لري.
XS
SM
MD
LG