د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د سوریې د روان کړکېچ تعریف څه دی؟


د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، چې په سوریه کې وضعیت ته د داسې کړکېچ په سترګه ګوري؛ چې نړیواله بڼه نه لري.

د برتانیا صدراعظم دېوېډ کامېرون د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد غږ کړی؛ چې یا دې له واکه لاس واخلي او یا دې کورنۍ جګړې ته ټینګ شي.

روسي ډيپلوماټان د سوریې د روانو شخړو په تعریف کې له احتیاطه کار اخلي او یوازې وسله وال کړکېچ یې بولي؛ خو ملګري ملتونه چې په سوریه کې د کړکېچ د ختمولو لوی مسوولیت ورپه غاړه دی؛ سره له دې چې د دې سازمان د ډېرو چارواکو له خولې د کورنۍ جګړې اصطلاح څو څو ځلې وتلې؛ خو په څرګنده د دې حالت په تعریف کې زړه نازړه دی.

په روانه اونۍ کې کله چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ویاند ″مارڼین نیسیرکیس″ څخه د دې مسالې په اړه پوښتنه وشوه نو ځواب یې دا و:

″لکه څنګه چې موږ او د سره صلیب نړیوالې کمیټې مخکې ویلي؛ دا تعریف چې د سوریې له ځینو سیمو سره سمون لري نه له ټول هېواد سره؛ د نړیوالو بشري قوانینو له نظره قانوني ستونزه لري او ځکه د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له خوا دا یو مهم تعریف اواصطلاح ده.

روښانه ده، چې دا د دوی د ماموریت لپاره هم مهمه ده او که یې داسې کړي هم نه دي په عملي ډګر کې د دې کړکېچ ارزیابي یوه ډېر مهم کار دی.″


دا خبرې څه معنا لري؟ ملګري ملتونه اساساً د دې جګړې په تعریف کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې پیروي کوي او دا تعریف په ډېرو دلایلو وزن لري.

لومړی د ډیپلوماسۍ پر عملي کېدو اغېز کوي او په دې اړه له پرېکړې سره مرسته کوي؛ چې آیا وسله وال مخالفین به په راتلونکو احتمالي جنګي جرایمو تورن شي که حکومت.

بل دا چې دا ټولنه د ژوند لپاره د عمومي حقونو او د بیان او سوله ییزو غونډو په ګډون د خاصو حقونو پر اړوندو مسایلو خاص نفوذ لري.

د مثال په توګه، هغه مهال چې سره صلیب وویل، د سوریې په دریو سیمو، عدلیب، حمص او حما کې کورنۍ جګړې حالت روانې دي، ملګروملتونو له دې تعریف سره موافقه وکړه او له دې سره هېڅ راز شک پاتې نه شو؛ چې دې سیمو ته د نړیوالو بشري قوانینو په رڼا کې کتنه کېږي.

که څه هم نور اړخونه هڅه کوي، چې د سوریې کړکېچ تعریف کړي، خو د سره صلیب د ټولنې چارواکي د دې ټولنې د حقوقي کارپوهانو د قضاوت په اړه ډاډ څرګندوي.
XS
SM
MD
LG