د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۱

هند د ایران ۳ بانکونو ته په خپل هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړه


د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیي په ایران باندي بندیزنه لګولي او دغه راز یې د دې هېواد د تیلو پیرل هم بند کړي دي. آسیایي هیوادونه په خاص ډول هند، چین، جاپان او جنوبي کوریا چې د ایران د تیلو پیریدونکې هېوادونه دي، تر زیات فشار لاندې دې چې باید له دې هېواد سره خپل سوداګریز اړیکې بندې کړي.

د هند د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د ایران دریو بانکونو ته اجازه ورنه کړه چې په دې هېواد کې خپلې څانګې پرانیزي او دا ځکه چې هند په دې بانکونو کې د تورو پیسو د سپینیدو په اړه اندیښنې لري.

″اینډین ایکسپرېس″ ورځپاڼې د هند د کورنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی؛ لیکلي، چې د کورنیو چارو د وزارت په دې پریکړې سره به د نوې ډهلې له خوا د ایران اسلامي جمهوریت ته د تیلو د پیسو ورکولو معامله نوره هم پیچلې شي.

د هند د کورنیو چارو وزارت د ایران پارسیان، اقتصاد نوین او پارسارګاد بانکونو ته د فعالیت اجازه ورنه کړه او وایي، دا هېواد د تورو پیسو او تروریستانو ته د مالي مرستو د څار مکلفیت لري.

د هند د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

هند پلان لري، چې په روان کال کې له ایران څخه پنځلس نیم میلونه ټنه خام تیل وپیري، خو پر ایران باندې د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو له وجې هند ته ډېره ګرانه ده؛ چې ایران ته د تیلو پیسې ورکړي. امریکا په ایران باندې د ډالرو لارې بندې کړې دي.

د ستونزې د حل لپاره هند او ایران سلا شوي؛ چې هند به له ایران څخه د واردوونکو تیلو تقریباً نیمایي پیسي؛ په هندي روپیو ورکوي.

د دې کار لپاره ایران باید په هند کې د بانکونو څانګې پرانیزي چې د تیلو د پیسو په بدل کې وریجې، چای، کیماوي سره او د نساجي محصولات واخلي او دغه راز د هند او ایران تر منځ د انجینري او نورو پروژو په چارو کې هم د همکارۍ امکانات برابر کړي.

د ایران او هند د سوداګریو زیات شمېر هیاتونو د دواړو هېوادونو تر منځ سفرونه کړي او له یو بل سره یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

دا مهال هند ایران ته د تیلو پیسي د ترکیې د ″خلق بانک″ له لارې په ایرو ورکوي او د خامو تیلو د پیسو په سلو کې ۴۵ برخه یې د هند د دولتي بانک له خوا په روپیو ورکول کیږي.

اینډین ایکسپرس لیکي، ټاکل شوې، چې د هند د اقتصاد وزارت د کورنیو چارو له وزارت څخه وغواړي؛ چې په خپلې پرېکړې له سره کتنه وکړي او “د ستراتیژیکې اړتیا” په نامه د ایران بانکونو ته په هند کې د فعالیت اجازه ورکړي.
XS
SM
MD
LG