د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

کارپوهان د افغانستان، پاکستان او بريتانيا موافقوته خوښ دي


افغانستان او پاکستان د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې په اړه خپلې منظمې خبرې بيا پيل کړي، په دې باب د پاکستان له نوي ټاکل شوي صدراعظم راجا پروېز اشرف سره په کابل کې خبرې وشوې، چې ژمنه يې وکړه، د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ به د خبرو اترو تابيا هم کوي.

د پاکستان له صدراعظم سره په دغو خبرو کې د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون او افغان ولسمشر حامد کرزي هم برخه درلوده، ښاغلي اشرف وويل، دوي موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سولې د ګډ کميسيون غونډې به هم بيا پيلېږي.

د سولې ګډ کميسيون د افغانستان او پاکستان د سياسي او پوځي مشرانو له خوا جوړ شوى او تېر کال يې چارې وروسته ترهغه وځنډېدې چې د سولې عالي شورا مشر او پخوانى جمهور رئيس برهان الدين رباني په يوه ځان وژونکي بريد کې ووژل شو.

افغان چارواکو د پاکستان استخباراتي اداره په دې وژنه کې په لاس درلودلو تورنه کړه.

افغان سياسي کارپوه احمد سعيدي وايي، د افغانستان، پاکستان او بريتانيا درې اړخيزې غونډې ته زياته هيله لري، چې ښايي نتيجه يې مثبته وي.

په داسې حال کې چې په ٢٠١٤م کال کې له افغانستان څخه اکثريت بهرني جنګي ځواکونه وځي پاکستان د افغانستان د ثبات لپاره مهم هېواد ګڼل کېږي.

د رويټرز اژانس په حواله، د سخت دريځو وسلوالو پټ مرکزونه هم له افغانستان سره نژدې د پاکستان په غرنيو سرحدي سيمو کې دي. افغانستان له پاکستان سره ٢٤٠٠ کيلومتره پوله لري.

افغان چارواکو هم په وار- وار په څرګنده اسلام اباد تورن کړى چې له مهمو طالب مشرانو سره د تماس په نيولو کې لږه مرسته کوي، کابل وايي دغه طالب مشران په پاکستان کې دي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي د سخت دريځو مشران يې په خاوره کې نه شته.

د پاکستان صدراعظم راجا پروېز اشرف پرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه کنفرانس کې وويل، پاکستان د افغانستان په سوله کې مرستندوى رول لري:

”موږ د اسانتيا برابروونکي يو او د هر هغه ابتکار لپاره به اسانتيا برابره کړو، چې د افغانانو په مشرۍ او په خپله د افغانانو وي”

د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د يوې پوځي اکاډمۍ د جوړېدو د موافقې د لاسليک کولو پر مهال وويل، افغانستان او پاکستان په مساویانه ډول د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی او باید چې په ګډه یې پر ضد مبارزه وکړي. ده له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې په خپلو خاورو کې د سخت دريځو په وړاندې په ګډه اقدام وکړي.

بله خوا د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې دغه درې اړخيزې خبرې مهمې بللي او ويلي يې دي، په دې غونډه کې د درې واړه هېوادونو چارواکو ژمنه وکړه چې په نژدې راتلونکي کې به د منظمو خبرو لپاره خپل تماسونه پيلوي او د ”عمل پلان” پر طرحې به کار کوي، چې له مخې به يې د دغو درېيو هېواونو له خوا د ټروريزم او افراطيت په وړاندې د مبارزې او د سولې د خبرو لپاره تدابير نيول کېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې وويل چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې د سولې عالي شورا مشر صلاح الدين رباني پاکستان ته لاړ شي او د سولې پر روان بهير له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG