د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

"د پاکستان د راکټي حملو په اړه دې ډیپلوماټیکې هڅې چټکې شي"


د ویښو ځوانانو غورځنګ که له یوې خوا د افغانستان پر خاوره د پاکستان له خوا د راکیټي حملو په غبرګون کې د افغان حکومت پر پټه خوله انتقادونه کوي، خو دا هم ورڅخه غواړي، چې د دې ستونزې د حل لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

د دې غورځنګ مسئولینو د پنجشنبې په ورځ مازدیګر په یوه غونډه کې وویل، چې د دغو راکیټي حملو له امله د کونړ ولایت خلکو ته ډیر مالي او ځاني تاوانونه رسېدلي دي.

د دې غورځنګ مشر اسرار احمد کریمزي د افغان ولسمشر د هغو خبرو ملاتړ وکړ، چې وایي ځکه بلمثل عمل نه کوي، چې هلته هم بې ګنا ولس ته زیان رسیږي، خو د چټکو ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنه یې وکړه:

“موږ د دولت له دې دریځ څخه ټینګ ملاتړ کوو، چې وايي پر هغو سیمو به حملې ونه کړو، خو په دې برخه کې د ډیپلوماټیکې چوپتیا یې غندنه کوو، ځکه دا منو چې پښتونخوا زموږ خپله سیمه ده، خو دا هم منو چې هلته پنجابیان او د پاکستان پوځیان راغلي او پر افغانستان باندې بریدونه کوي، موږ ددې حملو په کلکه غندنه کو او له دولته څخه غواړو چې په ډیپلوماټیک ډګر کې دي چپ نه پاتیږي.”

د ویښو ځوانانو غورځنګ وویل، که د پاکستان له خاورې بیا د افغانستان پر سرحدي سیمو راکیټي حملې دوام وکړي، نو افغان ولس به ددې هېواد پر ضد راپور ته شي.

دې غورځنګ همدارنګه له ملګرو ملتونو، نړېوالې ټولنې او ناټو څخه هم وغوښته، چې د پاکستان دغه عمل دې وغندي.

د کونړ ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، چې د پاکستان له خاورې اوس هم راکیټونه را توغوول کیږي.

د دې ولایت د والي ویاند واصف الله واصفي د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه هم دانګام ولسوالۍ په راکیټونو ویشتل شوې چې دوه تنه ټپیان شوي هم دي:

“تیره شپه هم پر دانګام ولسوالۍ راکیټونه را غورځول شوي، چې دوه کسان یې ټپیان کړي او دغه راکیټونه دوام لري، تر دې دمه د پاکستان له خاوري د راکیټونو راغورځول دام لري بند شوي نه دي، د کونړ ولایت د سرحدي سیمو اوسېدونکې له بد حالت سره مخ دي.”

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې دغه راکیټي حملې چې د دوهم ځل لپاره څلور میاشتي مخکې پیل شوي شا او خوا 1200 راکیټونه د افغانستان خاورې ته راغورځول شوي.

د کونړ د والي ویاند وايي، دغه راکیټونه چې تر ډیره په نړۍ، دانګام، شیګل، مروره، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې لګېدلي سلګونه کورونۍ یې زیانمني کړي او خلک یې وژلي او ټپي کړي دي.

په دې اړه مو وغوښتل، چې د افغان حکومت نظر واخلو، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خبرو ډډه وکړه، خو افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنې په ورځ د پاکستان له صدراعظم راجا پرویز اشرف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې له نوموړي سره یې په دې اړه خبري کړي، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړه.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG