د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

ملي جبهې او ملي ایتلاف له راجا پرویز اشرف سره د سولې په اړه خبرې وکړې


د افغانستان د ملي جبهې د ځینو غړیو په وینا، د دې ګوند مشر د پاکستان له نوي صدر اعظم راجا پرویز اشرف سره په کتنه کې له هغه سره په سیمه کې د تروریزم او افراطیت د شتون په هلکه اندیښنه څرګنده کړه.

ددې جبهې ویاند فیض الله ذکي له دې کتنې وروسته د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې جبهې مشر احمدضیا مسعود او ځینو نورو غړیو د پاکستان صدراعظم ته د سولې د پروسې په اړه ځینو وړاندیزونه هم وکړل.

ښاغلی ذکي وایي، چې د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود راجا پرویز سره په کتنه کې وویل، دا چې پاکستان د افغانستان په مسایلو کې ډیر ښکیل دی نو کولای شي له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو د چټکولو په په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

د ښاغلي ذکي په وینا د پاکستان صدارعظم هم ویلي، چې پاکستان هم له سخت دریځۍ نه زیامن شوې او غواړي چې ژر تر ژره نور په سیمه کې جنجالونه پای ته ورسیږي.

ښاغلي پرویز اشرف د سیاسي مخالفو ډلو په مشرانو کې د ملي ایتلاف له مشر عبدالله عبدالله او د ملي جبهې د یوه بل غړي محمد محقق سره هم وکتل.
له جمهور رئیس کرزي سره له لیدنې مخکې نوموړي د کابل د کارته پروان په سیمه کې د پاکستان د سفارت لپاره نوې ودانۍ هم پرانیستله.

ښاغلي پرویز اشرف د سفارت نوې ودانۍ چې د پاکستان د بنسټ ایښودونکي قاید اعظم په نوم یاده شوې، د افغانستان د خلکو سره د پاکستان د ژمنې څرګندويه وبلله:

(زه باور لرم چې په کابل کې زموږ سفیر او د هغه ټیم به د قاعد اعظم ددې نوې ودانۍ یوه تیږه هم پرینږدي چې بیځایه شي او د افغانستان او پاکستان د دوستۍ په ټینګیدو به کوښښ وکړي.

مونږ به په پاکستان او افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې کار وکړو.
په بیلابیلو برخو کې د یو قوي شراکت او یو رښتيني همکاری موجودیت د دواړو هیوادونو د ثبات او پرمختګ لپاره ډیر ضروري دی).

افغانستان ته د پاکستان د نوي صدراعظم د راتلو هدف د افغانستان او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې رامنځ ته کول دي.

د پاکستان صدراعظم پداسې حال کې د افغانستان او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې د ټینګښت په هکله د خپل هیواد د همکارۍ په هکله خبرې کوي چې مخکې تر دې پدې هیواد انتقادونه کیدل چې د افغانستان په هکله دوه ګونۍ سیاست لوبوي.

د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان پدې اند دي چې پاکستان تل په افغانستان کې د تروریزم د له منځه وړلو په هکله خبرې کړي خو د دوی په وینا تر اوسه یې پدې برخه کې لازم عملي اقدامات نه دي کړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG