د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

کامرون: پاکستان دې د تروريستانو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي


د بريتانيا صدراعظم په کابل کې له ترورزم سره جګړه خپله جګړه وبلله او له اسلام اباده يې وغوښتل چې له کابل سره د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره لاس يو کړي.

ډيويډ کامرون له کابل او اسلام اباده هيله وکړه، چې د ياغيانو د ځپلو لپاره د سرحد په اوږدو ګډې هڅې وکړي.

ډيويډ کامرون همداراز د افغان ځاکونو د روزنې د بهير ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دا ځواکونه کولای شي چې وروسته تر دې چې بهرني پوځيان د دوه زره څوارلسم کال تر پايه له افغانستانه وځي، د دغه هېواد امنيت تامين کړي.

د افغانستان او پاکستان د سرحد دواړو غاړو ته جګړه او په افغانستان کې د سولې بهير د بريتانيا او پاکستان د صدراعظمانو او د افغان ولسمشر د ګډې غونډې اصلي ټکي دي، چې نن به وشي.

د بريتانيا صدراعظم ډيويډ کامرون وويل، هغه تروریستان چې په افغانستان کې وراني کوي همهغوي په پاکستان کې وراني کوي نو بايد دغې يوې جګړې ته لاسونه سره يو کړو.

اسوشيتد پريس اژانس ليکي، په کابل کې د بريتانيا هڅې ښايي د متحد ايالتونو له هغو کوښښونو سره مرسته وکړي چې له پاکستانه غواړي چې د تروریستانو پناهځايونه له منځه يوسي او د طالبانو هغه مشران د سولې خبرو ته وهڅوي، چې دوي اړيکي ورسره لري.

د امريکا او پاکستان اړيکي تر بل هر وخت خراب دي البته څه باندې دوې اونۍ مخکې چې کله اسلام اباد پريکړه وکړه، چې د پاکستان له لارې به وروسته تر اوو مياشتو د ناټو اکمالات بيا پيل شي، د دغو دوو هېوادو روابط لږ سره ښه شول خو لاهم هغسې تاوده نه دي چې مخکې وو.

د اسوشيتد پريس اژانس په باور بريتانيا هم د امريکا په څېر د پاکستان سرحدي سيمو ته د ترورستانو د اصلي خوندي ځايونو په سترګه ګوري چې له دې ځايونو پر لويديځو هيوادونو بريدونه تنظيميږي.

د بريتانيا صدراعظم ډيويډ کامرون وويل، کوم بريدونه چې د بريتانيا پرضد کيږي تر نيمايي لږ يې د پاکستان په قبايلي سيمو کې طرحه کيږي. تر دوه زره لسم ميلادي کال مخکې بريتانيا ويل چې پر دغه هيواد دريمه برخه بريدونه په پاکستان کې تنظميږي.

د چهارشنبې په ورځ هم په بريتانيا کې درې تنه ونيول شول او تور پرې پورې شو چې د ترورستي روزنې لپاره يې پاکستان ته سفر کړي دي.

ډيوډ کامرون په کابل کې وويل، په جګړې کې مو پرمختګ کړي دي، دا جګړه چې څومره د افغانانو ده همهغومره زموږ ده او د پاکستان جګړه ده.
XS
SM
MD
LG