د سوریې دولتي تلویزیون وایي، دفاع وزیر داوود راجحه په مرکز دمشق کې یوه ځان وژونکي برید وواژه.
دا چاودنه چې د ملي امنیت په ودانۍ کې وشوه د بشار الاسد د رژیم یو شمېر نور چارواکي په کې ټپیان شول.
دا پیښه په داسې وخت کې شوې ده، چې د څلورمې ورځې په مخه په مرکز دمشق کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.
تمه ده، چې د ملګرو ملتو امنیت شورا نن ناوخته هغې مسودې ته رایي ورکړي، چې د سوریې د شخړو د پای ته رسیدو لپاره تیاره شوې ده.
تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې دا مسوده به تصویب شي که نه شي، ځکه چې د امنیت شورا یو دایمي غړی هېواد، روسیه له دې سره مخالفت کوي چې داسې بندیزونه پر سوریې ولګول شي چې د بشارالاسد رژیم تهدیدوي.