د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

په کابل کې دوه تنه د یوه ماشوم په وژلو په اعدام محکوم شول


د کابل ښار د څلورمې حوزې ابتدایي محکمې دوه تنه د یوه نهه کلن ماشوم د تښتولو او وژلو په تور په اعدام محکوم کړل.

دغې محکمې د سې شنبې په ورځ په خپله علني غونډه کې د لوګر د عدلیې پخوانی ریس هم پر یوې زنداني میرمنې د جنسي تیري په تور په شپاړلس کاله بند محکوم کړ.

خو تورن کسان بیا په یادو پیښو کې لاس لرل په کلکه ردوي او د محکمې پریکړه غیرعادلانه بولي.

عاشق الله، محمد ظریف او مزاري هغه کسان دي، چې د یوه نهه کلن ماشوم د تښتولو او وژلو په تور په یوه علني محکمه کې په اعدام او بند محکوم شول.

د تورنو کسانو موظف څارنوال د چهار شنبې په ورځ په علني محکمه کې وویل، چې دغو کسانو د ندیم په نوم یو نهه کلن ماشوم تښتولی، چې د کابل ښار د ولسمې ناحیې اړوند په رفا ښار ګوټي کې یې د ډبرو په وسیله وژلی دی.

د کابل ښار د څلورمې حوزې د ابتدایي محکمې عمومي ریس قضاوت مل عبدالباسط بختیاري د دوسیې په اړه د موظف څارنوال او مدافع وکیل د څرګندونو له اوریدو وروسته خپله پریکړه داسې اعلان کړه:

(موږ عاشق الله د ریدي ګل زوی او محمد ظریف د محمد شریف زوی هر یو، د ندیم په نوم د یوه نهه کلن ماشوم د تښتولو او وژلو په تور په اشد مجازات یا اعدام محکوم کړل.)

دغې محکمې په خپله پریکړه کې د مزاري په نوم د خدمت خصوصي ښونځي یو موټر چلوونکي چې د ندیم په انتقالولو کې یې مرسته کړې وه په پنځه کاله بند محکوم کړ.

د همدغې محکمې په یوه بله علني محکمه کې د لوګر ولایت د عدلیې پخوانی ریس سید نصیر احمد پر یوې زنداني ښځې د جنسي تیري په تور په شپاړس کاله بند محکوم کړ.

د محکمې د معلوماتو له مخې سید نصیر احمد درې کاله وړاندې د لوګر ولایت د اصلاح او روزنې په مرکز کې په یوې زنداني میرمنې جنسی تیری کړی دی.

خو د لوګر د عدلیې پخوانی ریس سید نصیر احمد په ځان لګیدلی تورونه رد کړل او دغه مسله یې د ځان په وړاندې یوه دسیسه وبلله.

په همدې حال کې د ندیم په نوم د یوه نهه کلن ماشوم په وژنې محکوم شویو کسانو هم پر دوی لګیدلی تورنه رد کړل او د محکمې پریکړه یې غیر قانوني وبلله.

خو د کابل ښار د څلورمې حوزې ابتدایي محکمه وایي چې دغه کسان حق لري د ایستیناف غوښتنه وکړي.

که څه هم ویل کیږي چې ددې ډول علني محکمو له لارې په هیواد کې د مفسدو او بې لارو خلکو مخه نیول کیږي خو کارپوهان په دې نظر دي چې یو شمیر قضیې په ښه ډول نه تعقیبیږي او تورن کسان له څه مودې وروسته بیرته ازادیږي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG