د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

افغان حکومت باید نړېوالې مرستې رڼې ولګوي


په افغانستان کې د دې بانک رییس جوجی توکیشي
په افغانستان کې د دې بانک رییس جوجی توکیشي
د اسیا د پراختیایي بانک چارواکي خبرداری ورکوي که چیرې د افغان حکومت له خوا د دوي مرستې په شفاف ډول ونه لګول شي نو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي.

په افغانستان کې د دې بانک رییس جوجی توکیشي د سې شنبې په ورځ په یوه خبری کنفرانس کې وویل، چې افغان حکومت باید د نړېوالو له مرستو څخه ډیره ګټه پورته کړي او په پوره شفافیت سره یې ولګوي.

ښاغلي توکیشي وویل، چې دوي په توکیو کنفرانس کې اعلان وکړ، چې خپلې مرستې به د افغان حکومت له لارې ولګوي خو که دوي ته یې د لګولو په اړه حساب ورنکړل شي نو خپلې مرستې به کمې کړي:

"زموږ دا مرستې چې دي د حساب ورکولو او شفافیت پر اساس دي، دا افغان حکومت پورې اړه لري چې شفافیت رامنځ ته کړي.

که چیرې د افغانستان حکومت ښه حساب ورنه کړي او د مرستو د لګولو په اړه شفافیت ونه لري نو موږ به خپلې مرستې را کمي کړو".


په توکیو کنفرانس کې نړېوالې ټولنې له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د څه باندې شپاړلس میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه وکړه، د اسیا نړېوال بانک په دې کنفرانس کې له ۲۰۱۲ څخه تر۲۰۱۶ میلادي کاله پورې له افغانستان سره د یو اعشاریه دوه ملیارده ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

جوجی توکیشي ټینګار کوي، چې دا مرستې وړیا دي او تر ډیره به د افغانستان په اساسي او زیربنایي پروژو ولګول شي.

د مالیې وزارت د اسیا د پراختیایي بانک د مسوولانو پر دې ټینګار خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې شفافیت او حساب ورکول باید دوه اړخیزه وي.

د دې وزارت سلا کار نجیب منلي ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان حکومت د نړېوالې ټولنې ترڅنګ له خپلو خلکو سره هم د فساد پرضد د ټینګې مبارزې ژمنه کړې:

"د شفافیت د رامنځ ته کولو او له فساد سره د مبارزې غوښتنه یوازې د نړېوالې ټولنې او اسیایي بانک نه ده بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده.

د افغانستان حکومت مکلف دی چې دې غوښتنې ته سم او دقیق ځواب ووایی او په توکیو کنفرانس کې یې هم دا ژمنه کړې.

مونږ د اسیایی بانک د دې غوښتنې هرکلی کوو".


د آسیا پراختیایی بانک له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې له افغانستان سره څه د پاسه دوه اعشاریه اته ملیارده ډالر مرسته کړې،په دې کې وړیا،پور،ګډه پانګه اچوونه او په زیربنایی،ترانسپورت،انرژۍ،کرنه او د اوبو رسولو په برخه تخنیکي مرستې شاملې دي.

د آسیایی بانک سربیره نورو سازمانونو او بیلا بیلو هیوادونو هم ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې د دوی مرستې په شفاف ډول ولګول شي او په دې هیواد کې د موجود فساد پرضد ټینګه مبارزه وشي.

نړیوالې ټولنې په تیرو لسو کلونو کې د بیارغونې په برخه کې له افغانستان سره اوه پنځوس ملیارده ډالر مرسته کړې،خو ویل شوي چې په دولتي ادارو او بهرنیو موسسوکې د ډیرفساد د موجودیت او نه حساب ورکولو له امله لکه څنګه چې لازمه وه دا مرستې نه دي لګول شوي.
XS
SM
MD
LG