د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

په ارزګان کې د امنیتي مسولیتونو د لیږدولو پروسه یوه مثبته نښه ده


استرالیا د افغانستان په نارامه ولایت ارزګان کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږدولو پروسه نن پیل کړه، چې بشپړیدل به یې له دولسو نه ترا تلسو میاشتو پورې وخت ونیسي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې د استرالیا صدراعظمې جولیا ګیلارد وویل، چې د مسولیتونو د انتقال پروسه په هغو مراسمو سره پیل شوه چې په دې مناسبت د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې جوړ شوي و او په کې په افغانستان کې د استرالیا سفیر ګډون کړی و.

د استرالیا ۱۵۵۰ عسکر په دې ولایت کې دیره دي.

د استرالیا صدراعظمې په یوه بیان کې وویل، په ارزګان کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال د پروسې پیلیدل په امنیتي چارو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پرمختګ ښکارندوي کوي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي، چې په افغانستان کې دیره د استرالیا او نورو بهرنیو ځواکونو پوځي او ملکي ټیمونه د امنیت د ټینګښت او د بیارغونې د کارونو ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او پیاوړي کولو هڅې هم پرمخ وړي.

د استرالیا صدراعظمې وویل، په ارزګان کې د امنیتي مسولیتونو د لیږدولو پروسه چې په تدریجي ډول به د دولسو اواتلسو میاشتو ترمنځ ترسره کیږي، یوه مثبته نښه ده.

استرالیا د روان کال په پیل کې اعلان کړی و چې د امنیت په برخه کې لویو پرمختګونو ته په پام سره به خپل ځواکونه له ټاکلې نیټې مخکې یانې په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستانه وباسي.

دا په داسی حال کې ده چې د استرالیا پرحکومت د افغانستان د ماموریت له کبله فشارونه مخ په زیاتیدو دي.

له هغه مهال راهیسې چې استرالیا افغانستان ته ځواکونه استولي، د دې هیواد ۳۳ عسکر په جګړو او نورو پیښو کې وژل شوي دي.

د استرالیا صدراعظمې دغه راز وویل، استرالیا په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د عسکرو په استولو سره په یوه مهم ماموریت کې ګډون وکړچې هدف یې د دې هیواد امن کول او هم داډاډ حاصلول وچې دا هیواد بیا د تروریستانو په ځاله بدل نشي.

د استرالیا صدراعظمې څرګنده کړه، هیواد به یې له افغانانو او د ایسف له ملګرو سره په ارزګان کې د مسولیتونو د لیږدولو په پروسه کې همکاري وکړي.

په ارزګان کې د استرالیا شاوخوا یونیم زر عسکرو په دې ولایت کې د افغان ملي اردو د روزنې اومشورې پرچارو ډیرتمرکز کړی دی.
XS
SM
MD
LG