د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د سلما د بند د پروژې په درولو کې د ایران لاس دی


د هند یوې انګلیسي ژبې ورځپاڼې په خپل یو رپوټ کې لیکلي دي، چې د دغه هېواد چارواکي تیار نه دي چې په هرات کې د سلما دبند د جوړولو د کار نوې بودیجه پرې کړي .

په داسې حال کې چې دغې موضوع د رسنیو پاملرنه ځانته اړولې، د هرات خلک وایي، چې ګاونډی هېواد ایران د دغې پروژې په درولو کې لاس لري.

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې ګڼو عواملو لکه نا امني، د بند په شاوخوا سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیت او د هندي انجینرانو ټکنی کار د دغې پروژې ترسره کول ځنډمن کړل، خو د هرات خلک وایي چې دغه ټولې ستونزې او مشکلات د ایران د لاس وهنو په نتیجه کې رامنځ ته شوي دي:

،،په دې شک نشته چې هغه ګاونډي هېوادونه چې د دغې پروژې ترسره کیدل د خپلو ملي ګټو په تاوان ویني، په دې لټه کې وو، چې هر څنګه چې کیږي د دغه بند کار ودروي.

له دې څخه څرګندیږي چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان ملي ګټو ته د تاوان رسولو څومره زور او ځواک لري.،،

،،ایران مخامخ مداخله کوي، یو له انجنیرانو څخه چې زه یي شخصا پیژنم چې د موږ قومي وو، د ایران له خوا ووژل شو.

هغه په ایراني مرمیو لګیدلی وو او دا ثابته شوه، هغه د سلما په بند کې کار کاوه. ،،

،،د سلما د بند کار دریدلی دی، یواځنی دلیل یې هم دا دی چې ایران یواځنی هغه اړخ دی چې د دغه بند په جوړیدو ورته تاوان رسیږي.

زه فکر کوم چې ایران او یا په افغانستان کې د ایران ایجنټان او عوامل دی چې د دغه بند کار یي درولی دی. ،،

خود سلما د بند د امنیتي کنډک قوماندان عزیزالرحمن ازادۍ راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې داسې کومه امنیتي پیښه نه ده رامینځ ته شوې چې د دغه بند د جوړولو کار یي درولی وي .

دی وایي، د دغه بند د جوړولو مخې ته لوی خنډ اوس هغه کسان رامینځ ته کوي چې د بند په جوړیدو کې خپلې ګټې په خطر کې ویني:

(امنیت په بشپړه توګه تامین دي، د سلما د بند په ساحه او د چشت شریف په ولسوالۍ کې هیڅ څوک ان د یوه امنیتي فیر حق هم نه لري، خو د افغانستان د یو وګړي په توګه زه ویلای شم چې که چېری دسلما دبند کار ترسره شی او اوبه یی ددولت له پلان سره سم جریان پیدا کړی نو په دی کی ایران ته بشپړ تاوان رسيږي.،،

دغه راز په ولسي جرګه کې د هرات یو استازی احمد بهزاد بیا په دې نظر دی چې په افغانستان کې اداري فساد دومره پراخه شوی دی چې د دولت ځینې لوي چارواکې له پردیو هېوادونو سره خپلې شخصي اړیکې د خلکو له ګټو مهمې ګڼي:

،،یواځینی عامل چې د دغې پروژې کار یي ځنډمن کړی او افغانستان ته یي یي سخت اقتصادي او ان امنیتي تاوانونه اړولي دي، د پردیو لاس وهنه ده او د افغانستان چارواکو ته د ایران له خوا نقدي رشوت دی.،،

د سلما بند د هرات د ښار شمال ختیځ لور ته یو سلو اویا کیلومیتره لیری
د چشت شریف په ولسوالۍ کې په هریرود سیند تړل کیږي.

په چشت شریف ولسوالۍ کې تر اوسه درې قوماندانان او یو ولسوال د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.

د دوي له وژل کېدو وروسته دا هم ویل شوي دي، چې ګاونډي هېوادونه او په ځانګړي توګه ایران د سلما د بند د جوړیدو د مخنیوي لپاره لاس وهنې کوي.

که د سلما بند جوړ شي نو ۴۲ میګاواټه برښنا تولیدوي چې د هرات لپاره کافي ده او څه دپاسه اویا زره هکتاره ځمکه هم خړوبولای شي.
XS
SM
MD
LG