له نن نه ( دوشنبې) نه څلویښت کاله مخکې د سرطان په شپږ ویشتمه سردار محمد داود خان په محمد ظاهر شاه کودتاه وکړه او په هېواد کې یي جمهوري نظام اعلان کړ.
داود خان د خپلې واکمنۍ په شاوخوا پنځو کلونو کې د هېواد د پرمتخګ لپاره یو لړ لوی پروګرامونه او پروژې پیل کړې خو بالاخره د ثور د اومې نیټې کودتاه پرې وشوه او د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای ووژل شو.
د داود خان او د هغه د کورنۍ د اولسو نورو غړو جسدونه بیا څه موده مخکې د کابل د څرخه پله په سیمه کې په یوه ډله یېز قبر کې وموندل شول، چې بیا د دارالامان په سکارټ غونډۍ کې بیرته خاورو ته وسپارل شول.
په کابل کې زموږ همکار د افغانستان د پوځی چارو یوه کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل سره چې د داود خان د کودتاه په وخت کې د اردو افسر و، مرکه کړې: