د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

"د ایسا د ادارې د چارواکو د استعفا مسئله لویې څارنوالۍ ته راجع شوې"


د افغانستان د جمهور رئیس ویاند وايي، چې د ایسا یا د پانګونې د ملاتړ د ادارې د چارواکو د ډله یېزې استعفا مسئله لویې څارنوالۍ ته راجع شوې ده.

ایمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پریکړه د وزیرانو شورا د تیرې ورځې په غونډه کې شوې.

د ایسا ادارې شاوخوا اوو چارواکو تیره اونۍ د دې ادارې رئیس په اداري فساد تورن کړ او خپلې استعفاوې یې اعلان کړې،خو د ایسا د ادارې رئیس له رسنیو سره په خبرو کې پر ده لګیدلي تورونه رد کړي دي.

په دې اړه پام وکړئ د جمهور رئیس له ویاند ښاغلي فیضي سره زموږ د همکار احمدزبیر ژمن مرکې ته:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG