د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د کمانډو ځواکونو لوا د ځانګړو ځواکونو په فرقه بدله شوه


د دفاع وزارت چارواکي د ځانګړو عملیاتو لپاره د یوې پیاوړې فرقې د رامنځ ته کیدو خبر ورکړ او ډاډ څرګندوي چې دا فرقه په ښو وسلو او تجهیزاتو سمباله ده.

د ځانګړو ځواکونو دا فرقه په ریشخور کې د کمانډو لوا له ځواکونو څخه جوړه شوې او د دفاع وزارت د چارواکو په خبره دا ځواکونه په لوړ معیار روزل شویدي.

د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي د دوشنبې په ورځ په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې وویل؛ چې له دې وروسته به د ځانګړو ځواکونو دا فرقه ټول ځانګړي عملیات پلان او ترسره کړي:

"په دې تشکیل کې د کشف او ستراتیژیکو دندوکنډکونه چې په خوځنده ضربتي وسایلو به سمبال وي موجود وي.

دغه راز دا فرقه به د لیږد ځانګړې قطعه ولري او ټول عملیات به د ملي اردو لخوا د ځانګړو ځواکونو په پلان ګزاری ترسره کیږي".


ځانګړي عملیات د روان لمریز کال د حمل د میاشتې په شلمه نیټه د افغان چارواکو او په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان ترمنځ د موافقې پر اساس افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

د دې موافقې له مخې ټول ځانګړي عملیات باید افغان ځا نګړي ځواکونه ترسره کړي او بهرني ځواکونه یوازې له دوی څخه د ملاتړ رول ولوبوي.

خو پوځي کارپوهان وایی چې د ځانګړو عملیاتو د ترسره کولو لپاره باید ځانګړي ځواکونه وروزل شي نه دا چې د دوی په خبره د کمانډو پر لوا د ځانګړو ځواکونو د فرقې نوم کیښول شي.

د پوځي چارو څیړونکی جنرال عتیق الله امرخیل هم ورته نظر لري او وایی چې د ملي اردو ځواکونه لا تراوسه د روزنې او تجهیزاتو له پلوه د ځانګړو عملیاتو د ترسره کیدو جوګه نه دي:

"یو نوم ایښول دي او یو هم کیفیت او عمل کول،ځانګړي ځواکونه په یوه هیواد کې ځانګړي زده کړې لري او ځانګړي دندې لري.

د هغوی وسایل او وسلې هغه شان وي چې په شپه کې هم د هغوی حرکت تیز او منظم کړي.

ځانګړي ځواکونه سخت تمرینونه کړي وي او له کمانډو ځواکونو څخه یوه درجه اوچت وي".


د دفاع وزارت وایی چې د افغانستان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د شوې موافقې نه وروسته ټول ځانګړي عملیات د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو لخوا پرمخ وړل کیږي او نړیوالو ځواکونو په دې برخه کې یوازې د ملاتړي او همکار رول لوبولی دی.

د ځانګړو ځواکونو د فرقې سرپرست قومندان جنرال سید عبدالکریم وویل چې د ملي اردو دا ځانګړي ځواکونه چې شمیر یې زرګونو تنو ته رسیږي د بهرنیو ځواکونو لخوا ښه روزل شوي او پرمخ تللي تجهیزات لري.

ده وویل چې د ځانګړو ځواکونو د فرقې یوه لوا دا مهال په ګردیز او بله یې په شینډنډ کې فعالیت لري او د دې ځانګړو ځواکونو د لا پیاوړتیا لپاره د دوی هڅې دوام لري.
XS
SM
MD
LG