د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

په وردګو کې وسله والو يوه مېرمن او یو ماشوم وژلي دي


چارواکي وايي، ناڅرګند وسله والوکسانو د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ تېره شپه يو کور ته ننوتي او هلته يې يوه مېرمن او يو بل دوه کلن ماشوم وژلي دي.

پېښه تېره شپه د يوولسو بجو په شا و خوا کې د سيد اباد ولسوالۍ په زرڅانګه سيمه کې شوې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، چې وسله والو د مېرمنې او ماشوم تر وژلو وروسته د پېښې له ځای څخه پښې سپکې کړې دي.

دی وايي، تر اوسه پورې مالومه نه ده، چې وسله والو ولې دغه کسان وژلي خو وايي، موږ يې په اړه پلټې کوو.

″بېګاه شپه د سيداباد په زرڅانګه سيمه کې وسله والو يو کور ته ورغلي او هلته يي يوه ښځه مينا نومېږي له خپل يو دوه کلن زوی فرهاد سره يو ځای وژلې ده او په خپله تښتېدلي دي. موږ د پېښې په اړه پلټنې کوو خو تر اوسه څه مالومات په لاس نه دي راغلي.″

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې طالب وسلوالو هم د سيداباد ولسوالۍ له برجنجای کلي څخه يوه ښځه تښتولي وه؛ چې تر تښتولو پېنځه ورځې وروسته يې دولت او بهرنيو سرتېرو ته د جاسوسۍ په تور وژلې وه .
XS
SM
MD
LG