د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د رسنیو په قانون کې د تعدیل نسخه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپارل شوه


په افغانستان کې د ″نی″ په نوم د رسینو د ملاتړ یوې ادارې د مطبوعاتو د نوي قانون په مسودې کې د نولسو تعدیلونو غوښتنه کړې چې په هغې کې د رسنیو د عالي شورا په ترکیب کې بدلون هم شامل دی.

د نی د ادارې یوه مسوول صدیق الله توحیدي وویل، چې د طلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په جوړه شوې مسوده کې د رسنیو د عالي شورا له دیارلسو غړو څخه یې یوازې دوه تنه خبریالان دي؛ نور ټول دولتي چارواکي دي.

خو د توحیدي په وینا، دوی وړاندیز کړی، د رسنیو په عالي شورا کې دې د خبریالانو او مدني ټولنو ۵ تنه او همدرارنګه له څلورو زونونو څخه یو یوکس هغه هم په انتخابي شکل شامل شي.

ښاغلي صدیق الله توحیدي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه وغوښتل؛ چې د نوي قانون په مسودې کې دې د دوی تعدیلات شامل کړي:

″د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په استازي توب مو له ښاغلي مبارزرا شدی څخه غوښتنه دا ده؛ کله چې تعدیلات پشنهاد وي، نو د خبریالانو او مدني ټولنو د وړاندیز پر اساس دې تعدیلات رامنځ ته شي.″

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې همداراز چې د رسنیو په عالي شورا کې دې دارلانشا هم زیاته کړای شي او ورسره په څنګ کې دې د ټولیزو رسنیو د کمیسیون صلاحیتونه او وظایف د رسنیو عالي شورا ته وسپارل شي.

د قانون په مسودې کې راغلي وو، چې د خصوصي راډیو او تلویزن په ادارو کې ثبت شوي مطالب لږ ترلږه تر دریو کالو پورې باید په ارشیفونه کې وساتل شي؛ خو په تعدیل شوې مسوده کې دغه موده شپږو میاشتو ته راټیټه شوې.

ښاغلي توحیدي وویل، چې د مطبوعاتو د نوي قانون په مسودې کې د دغو تعدیلاتو غوښتنه په هغه کنفرانس کې شوې؛ چې شاوخوا یو سلو پنځوسو تنو ژورنالستانو او د مدني تولنو استازیو په کې ګډون کړی و.

د افغانستان د طلاعاتو او فرهنګ نشراتي مرستیال دین محمد مبارز راشدي د نی موسسې له خوا د قانون تعدیل شوې مسوده واخیستله.

هغه زیاته کړه، په تیرو لسو کالونو کې د افغان حکومت ترټولو ښه لاس ته راوړنه د مطبوعاتو ازادي ده او کوښښ به وکړي؛ چې په ډول زیان ورته ونه رسیږي.

″په ځینو مواردو کې اصلاحاتو ته اړتیا شته ،که چېرې نن ورځ سل په سلوکې د د تغیر راوستلوته امکان نه وي اویا لازمه ونه ګڼو ،په ځینو ټکیو کې د ازادۍ د ښوالي لپاره لازمه ده چې بدلونونه راولو.″

ښاغلي راشدي زیاته کړه، حکومت ژمن دی، چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ ملاتړ وکړي او د بیان ازادۍ تضمین کړي؛ خو په دې برخه کې د رسنیو رول هم د پام وړ دی.

د رسنیو د قانون نوې مسوده ۱۱ فصله ۵۴ مادې او۱۱۰ فقرې لري.

د رسنیو نوی قانون له لانجمنو قوانینو څخه دی چې، په تیرو څو کلونو کې څو ځلې له تعدیل سره سره تراوسه نه دی تصویب شوی.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG