د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

″حکومت باید د خلکو ژغورلو ته امنیتي تدابیر جدي کړي″


په افغانستان کې مختلفو دولتي او غیردولتي ارګانونو په ولسي جرګه کې د سمنګانو د ولایت د استازي ″احمد خان سمنګاني″ وژل وغندل.

دوی ټینګار وکړ چې، د خلکو د سرومال خوندیتوب ته دې، تدابیر جدي او پراخ شي.

ولسي جرګه که څه هم رخصت ده، خو اداري پلاوی یې د شنبې په ورځ په یوې بیړنۍ ناسته کې؛ له حکومته وغوښتل چې، د سمنګاني د وژلو پیښه دې په جدي توګه وڅیړي اوعاملین دې یی د قانون منګلو ته وسپاري.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر وویل:

″دوه زره څوارلسم لا نه دی رسیدلی، خو پیښې زیاتې شوي دي، حکومت د یوې پیښې عامل هم نه دی نیولی، خلک نوره وژنه نه شي زغملی، موږ پر حکومت غږکوو، چې د خلکو امنیت دې خوندي کړي.″

د ولسي جرګې غړی ″احمدخان″ سمنګاني د شنبی د ورځې په سهار
په ایبکو ښار کې په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شو.

د افغانستان جمهوري ریاست، نورو حکومتی ارګانونو او ګڼ شمیر غیردولتي ادارو یاده پیښه غندلې ده.

دوی په خپروشویو پاڼو کې د پیښې عاملین د افغانستان د خلکو دښمنان ګڼلي او په سختو سزا ګانو یې محکوم کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم د سمنګاني وژنه غندلې او دا عمل یې یو تروریستي هڅه ګڼلې ده.

د افغانستان خلک له امنیتي ارګانونو په کلکه غواړي، چې د دوی امنیت دې خوندي کړي.

هڅه مو وکړه، چې په دې هکله د کورنیو چارودوزارت نظر ولرو؛ خو اړیکه مو ورسره ټینګه نه شوه.

خو د جمهوري ریاست خپره شوې اعلامیه وایي، چې د جمهور رییس په حکم د دې تروریستي پیښې څیړلو ته د لویې څارنوالۍ د مرستیال په مشرۍ؛ دکورنیوچارودوزارت، ملی امنیت او دسیمه ایزوارګانونود ادارې له استازیو؛ یوپلاوی ټاکل شوی، چې سیمې ته لاړ او پیښه په هراړخیزه توګه وڅیړي.

د ولسي جرګی د غړي احمد خان سمنګاني د وژلو په پیښه کې د دې ولایت د امنیت د ریيس جنرال محمد خان په ګډون کابو شل تنه وژل شوي او څه باندې څلویښت ټپیان شوي دي.

پیښه د احمد خان سمنګاني د لور دواده په مراسمو کې چې د ایبکو ښار په یوه هوتل کې ترسره کېدل، رامنځته شوې ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG