د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د م.م څارونکو د سوريې مرکزى کلى تريمسه وکوت


د ملګرو ملتونو څارونکي په سوريه کې د وروستۍ عامه وژنې د څېړلو لپاره پرون هغه کلي ته لاړل چې د دوى په وينا د رژيم ځواکونو په کې څو ورځې مخکې لسګونو کسان ووژل.

د څارونکو د موټرو کاروان پرون وروسته تر هغه تريمسه کلي ته لاړ، لومړى يې د اوربند تاييد ترلاسه کړ.

دا لومړى ځل دى چې له نورو ځايونو څخه راغلي کسان دغه کلى ګوري، فعالان وايي دغلته د حکومتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ١٥٠ کسان وژل شوي دي.

که څه هم د وژل شويو کسانو دقيق شمېر نه دى څرګند، په ځينو اژانسونو کې دغه شمېر دوه سوه ښوول شوى دى.

په عين حال کې د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان د دمشق پر مشرتابه خپله غوسه څرګنده کړه او خبردارى يې ورکړ چې د سوريې خلک به د دغسې قتل عام له کبله له دوى څخه تاوان وغواړي.

اردوغان دغه څرګندونې پرون د ترکيې په شمال لوېديځ ښارګوټي کوجايلي کې وکړې:

”د سوريې په اړه نور د ويلو لپاره الفاظ نه دي پاتې. دغسې دردوونکې وژنه، د نسل وژنې دغسې هڅې او بشرضد تاوتريخوالى د رژيم د زوال نښې څرګندوي”

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د سوريې دولتي ځواکونه پر تريمسه کلي په بريد تورن کړل او ويې ويل کلي ته نژدې د ملګرو ملتونو ګمارل شويو څارونکو حکومتي ځواکونه ليدلي چې له درنو وسلو او څرخي الوتکو په استفادې يې پر کلي بريد وکړ.

د دې وروستي بريد له کبله د نړۍ مشرانو هم د سوريې پر ولسمشر بشارالاسد انتقادونه کړي دي.

د رژيم ضد فعالان وايي د تېر کال له مارچ مياشتې راهيسې چې د اسد د واکمنۍ پرخلاف پاڅون پيل شوى، تر ١٧ زرو زيات خلک وژل شوي دي.

په همدې حال کې د عراق لپاره د سوريې پخوانى سفير چې څو ورځې مخکې د حکومت مخالفانو ته واوښت پرون ولسمشر بشارالاسد تورن کړ چې القاعده ته يې زمينه برابره کړې څو له سوريې څخه په استفادې په ګاونډ عراق کې بريدونه وکړي.

نواف فارس له الجزيرې ټلويزيون سره په خبرو کې د عراق پر صدراعظم نوري المالکي انتقاد وکړ چې د سوريې په بحران کې يې د نه لاسوهنې اعلان کړى دى.
XS
SM
MD
LG