د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۶

د امریکا سفیر د افغانستان په خبرو کې مهم بدلون ستایي.


ښاغلى کراکر
ښاغلى کراکر
وال سټریټ ژورنال:

د امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفير راین کراکر سره یوه مرکه کړې او سرلیک یې ورکړی:

د امریکا سفیر د افغانستان په خبرو کې مهم بدلون ستایي.

ورځپاڼه لیکي:

کراکر په جاپان کې د سولې په غونډه کې د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي ګډون، د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د ختمولو په کار کې نوی پرمختګ ګڼلى دى.

دده په وینا، څرنګه چې د جاپان په خبرو کې د طالبانو په واکمنۍ کې د پلان وزیر قاري دین محمد حنفي چې دا مهال هم د دې ډلې یو مهم غړی دی او د افغانستان د سولې عالي شورا استازى او د جمهور رئیس حامد کرزي سلاکار محمد معصوم ستانکزی پر یوه مېز سره کښېناستل دا په خپله د سترې حیرانۍ خبره او داسې یوه مسئله ده چې خبرې باید ورباندې وشي.

ورځپاڼه لیکي:

د جون پر ۲۷ مه د جاپان په کیوټو ښار کې دوشیشه پوهنتون د افغانستان د سولې په اړه یو کنفرنس جوړ کړی و او دې کنفرنس ته حنفي، ستانکزی او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب استازی غیرت بهیر ورغلي وو.

ښاغلي کراکر د وال ستريت ژورنال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د جاپان د کیوتو خبرې به د افغانستان د شخړې لپاره د افغاني حل علامه وي؟ وایي: په یقین سره چې دا د دې کار پیل دی.

په کابل کې د امریکا سفير له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي:

داسې آوازې شته چې د کیوتو د غونډې تر شا د پاکستان یو ډول تاکتیکي ملاتړ هم و. د پاکستان استخباراتي ادارې (آی ایس آي) د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونه لګولي، خو دا ځل یې داسې وښودله چې دوى له پاکستان څخه بهر په غونډو کې ګډون کولاى شي.

ورځپاڼه لیکي:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبرې رد کړي او وایي، قاري حنفي له افغانستان څخه د خلیج یوه هېواد ته تللی و او له هغه ځایه یې جاپان ته سفر کړی و. مجاهد وایي، موږ خپلواک یو او له بل چا څخه د اجازې اخیستنې اړتیا نه لرو.

وال ستریټ ژورنال وړاندې لیکي:

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي حتی د طالبانو مشر ملا عمر ته هم د سولې په بهیر کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

ایکانومیست مجلې بيا د افغانستان په مالي او اقتصادي سیستمونو کې د اصلاحاتو مثبتو بدلونونو ته اشاره کړې او لیکي:

افغانان له توکيو کنفرانس څخه د شپاړسو ملیاردو ډالرو له ژمنو سره وطن ته ستانه شول.

افغان مشران او نړیوال بانک فکر کوي چې افغانستان دې پیسو ته اړتیا لري ترڅو د عایداتو او لګښتونو تر منځ تفاوت ورباندې له منځه یوسي.

په دې ژمنو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره مرستې شاملې نه دي.

ایکانومیست لیکي:

له افغانستان سره د لسو کلونو له مرستو وروسته، مرستندويان وایي: د افغانستان مالي سیستم هیڅکله هم دومره ښه او منظم نه و چې دا مهال دی، خو بیا هم پوښتنه دلته ده، چې د مرستې پیسې به دا ځل سمې او پرځاى ولګول شي؟ او په اوږدې مودې کې به افغان حکومت پر بهرنیو مرستو خپله تکیه کمه کړي؟

ایکانومیست وړاندې لیکي:

د توکیو په کنفرانس کې پر افغانستان سخت شرایط وضعه شول چې د اداري فساد پر ضد به سخته مبارزه کوي او دغه راز به له طالبانو سره د سولې په معامله کې په دې هیواد کې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې هم له منځه نه ځي.
XS
SM
MD
LG