د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

عبدالقادر قلاتوال وايي، د زابل چارواکو وژلم


په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال وايي، چې د زابل ښاروال او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو يې د وژلو پلان درلود او د جمعې په ورځ يې ورباندې د بريد هڅه هم کړې ده.

دی وايي، نه له چا سره شخصي ستونزه لري او نه هم يې هم له قانونو څخه سرغړونې کړې ده بلکې د هغو خلکو چې په زابل کې يې ځمکې عصب کړې او له قانون څخه سرغړونه کوي رسوا کول خپل دنده بولي.

قلاتوال وايي، پرون د زابل د والي په کور کې د والي اشپزانو او ښاروال چې وسلې هم ورسره وې پر ده د بريد هڅه کوله، خو په هغه ځای کې ولاړو پوليسو ورڅخه ژغورلی دی.

دی وايي، هغه پيغامونه چې ده تر لاسه کړي او بيا يې د ښاروال چلند ليدلی نو د جمعې د ورځې پېښه پر ځان پلان شوی ټروريسټي بريد بولي:

"کله چې زه لومړي منزل ته را کښته کېدم له دريو خواوو د والي دوو اشپزانو او ښاروال چې مسلح هم وو زما مخې ته راغلل.

که چېرته په هغه ځای کې امنيتي چارواکيو مداخله نه وای کړې کېدای شي خو دوي خپل هدف ته رسېدلي وای.

ما له قانون او د زابل د خلکو له حق څخه دفاع کړې ده. زه که يوه شېبه هم ژوندی يم خپلې مبارزې ته دوام ورکوم."


قلاتوال زياتوي، چې وړمه ورځ يې څلور ساعته د بېلابېلو رسنيو له لارې د زابليانو د حق خوړونکيو د رسوا کولو په اړه څرګندونې کړې دي او هماغه څرګندونې وې چې پايله يي دغه شوې ده.

دی وايي، زه بيا هم خپلو دغسې څرګندونو ته دوام ورکوم، خو د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار بيا وايي، چې قلاتوال يو کس ته د ځمکې د ورکولو پر سر له دوي سره شخړه کړې ده .

دی وايي، شخړه لفظي وه او ژر به يې قومي مخور او سپين ږيري حل کړي:

"قلاتوال صاحب د والي صاحب کور ته راغی. که څه هم د جمعې د ورځې رخصتي وه خو ده ويل چې دغه پاڼه چې له مرکز څخه امر شوی چې دغه ځمکه دې کس ته ورکړئ نو دا ماته راکړئ.

نو ښاروال ورته وويل، چې دا زمونږ د ادارې راز دی او دا زه نه شم افشا کولای، بيا قلاتوال په ښاروال ور ودانګل او څه فزيکي برخورد را مېنځ ته شو خو وهل او ټکول ونه شول. دا موضوع دومره نه ده غټه او ژر ده چې سپين ږيري يې حل کړي."


د هېواد په جنوب کې زابل يو له هغو ولايتونو څخه دی چې وخت ناوخته يې د اوسېدونکيو او دولتي چارواکيو تر مېنځ په ورته موضوعاتو ناندرۍ روانې وي.
XS
SM
MD
LG