د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

ولسمشر کرزي په سمنګان کې نننۍ ځان وژونکې حمله وغندله


ولسمشرحامد کرزي د سمنګان په مرکز ایبک کې نننۍ ځان وژونکې حمله چې په لسګونو کسان په کې وژل شوي او ټپیان دې وغندله.

ارګ ماڼۍ د ولسمشر کرزي له خولې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه حمله د هېواد د دښمنانو کار دی.

دغه حمله د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې وشوه، چې خپله سمنګانی او د سمنګان ولایت د ملي امنیت رئیس هم په کې ووژل شول.

په شمال کې د پولیسو د ۳۰۳ پامیر زون د قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په پیښه کې 22 تنه وژل شوي او 42 نور ټپيان دي.

بل خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۷ او د ټپیانو شاوخوا ۴۳ ښوول شوی.

د پیښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG