د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د پاکستان او امریکا اړیکې لا هم خرابي دي


د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې لا اوس هم خرابي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیري د “ افسوس ” په څرګندولو سره امریکا ته زمینه برابره کړه چې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لاري پرانیزي.

دواړو لورو د دې کلمي د “بخښنې” د ویلو لپاره میاشتي میاشتې کار وکړ، خو د بخښنې ویل دومره کافي نه دي، چې د پاکستان او امریکا ترمنځ ورانې شوي اړیکې سمي کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغول وخت او منډی تړي غواړي.

ډيرعوامل دي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د ټينګیدو کې خڼد رامنځ ته کړی دی.

په دې کې یو هم د پاکستان او امریکا له خوا ناڅرګند اهداف دي چې یو پر بل یې د بې اعتمادي فضا رامنځ ته کړې ده.

امریکا غواړي، چې د افغانستان څخه د وتلو پر وخت یو ښه باوري متحد هېواد ولري چې، د سختې جګړې پر وخت له دوي سره مرسته وکړي او له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ارامي او سولې ضمانت وکړي.

د پاکستان په اړه د امریکا اهداف څرګند نه دی چې، ایا غواړي چې پاکستان پر افغان طالبانو حمله وکړي او که هغوي د سولې د خبرو میز ته راوبولي؟

له یوې خوا د امریکا پوځ پر دې خبره ټینګار کوي، چې پاکستان د حقاني شبکې پر خلاف عملیات وکړي، خو په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې طالبان د روغې جوړې خبرو ته را وبولي.

پاکستان هم ښکاري چې څرګند هدف نه لري.

په پاکستان کې د امریکا ضد تصور د دې هېواد رهبري او مدني ټولنه هم اغیزمنه کړې ده، د دوي په فکر امریکا یو بې عتباره او بې ثباته ملګری دی چې سیمي ته راځي او ځي.

حاضر وخت پاکستانیان، په افغانستان کې د امریکا پر یوه دوامداره حضور باندی شک لري چې، ګواکې د امریکا هدف د پاکستان د اټومي وسلو له منځه وړل دي.

پر دې سربیره امریکا د پاکستان د یوه سُنتي یا تاریخي رقیب هېواد هندوستان سره ښې اړیکې ساتي او غواړي چې هندوستان په افغانستان کې مهم او لوی رول ولري.

فعلاً په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لاري پرانیستل شوي دي.

داسې ښکاري چې امریکا به په یو بیل تړون کې په تیره لسیزه کې د پاکستان د زیانمنی شوي زیربنا جبران وکړي، خو ايا دا کار به د داوړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له سره عادي کړي؟

د لیکوال په وینا، لومړی باید پاکستان دا خبره واضح کړي، چې غواړي په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي، پرځای د دې چې افغان طالبانو ته اجازه ورکړي چې، په افغانستان کې د وسلوالو فعالیتونو لپاره د پاکستان خاوره استعمال کړي، بلکې په افغانستان کې د پخلایني لپاره هلې ځلې وکړي.

د مقالې لیکوال پوښتنه کوي، ایا پاکستان اوس هم غواړي چې، پوځ یې په افغانستان کې د حقاني شبکې په شمول یوازې پر خپلو سخت دریځو متحدینو تکېه وکړي، چې په اینده کې په افغانستان کې حکومت وکړي.

شمالي وزیرستان چې حقاني شبکه په کې دیره ده، نه یوازې د افغاني طالبانو بلکې د پاکستاني طالبانو او پنجابي وسلوالو لپاره چې د پاکستان ثبات ته یې واقعي خطر پیښ کړی دی یو ډيرښه ځای دی.

لیکوال شجاع نواز لیکي: پاکستان باید د حقاني شبکه په دې خبره قانع کړي چې له پاکستان څخه ووځي او خپله جګړه افغانستان ته یوسي چې د جګړې اصلي ځای دی.

که پاکستان دا کار ونه کړي، نو په راتلونکې وخت کې به د یوې دوامداري پوځي حملې له خطر سره مخامخ وي.

په شمالي وزیرستان کې به ټول سخت دریځ وسلوال مستحکم شي او د یوې بلي نوي جبهې رامنځ ته کولو زمینه به برابره شي چې، لمنه به یې پنجاب او د پاکستان نورو داخلي سیمو ته وغځول شي.

شجاع نواز لیکې: پاکستان باید د افغانستان له نورو عناصرو سره چې پښتانه نه دي اړیکې ټينګي کړي، او کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال بهرنۍ قواوي په افغانستان کې خپل عملیات بند کړي، نو پاکستان باید په دې هېواد کې د ثبات د ټينګولو او اقتصادي پرمختیا لپاره زمینه برابره کړي، کنه داسې ورځ به هم راشي چې افغانستان به د ټولو وسلوالو پټن ځای وي او د ډیورند پر کړښي به دوامداره وسلوال فعالیتونه کېږي.

امریکا باید له خپلې غاړې په پاکستان کې د بې پیلوټو الوتکو حملې بندي کړي ځکه چې دغه کار په پاکستان کې د امریکا پر خلاف کرکه او بیره ډيره وي.

اوس د دې وخت دی چې د ستونزو د حل لپاره پرعملي لارو چارو خبري وشي، په سرحدي سیمو کې د هماهنګي په مرکزونو کې لوړ پوړي پاکستاني پوځي افسران وګمارل شي او استخباراتي همکارۍ غښتلي کړل شي.
XS
SM
MD
LG