د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د ایسا د ادارې د ۷ کارکوونکو د استعفی لاملونه به وڅیړل شي


د ایسا یا د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې اوه لوړ پوړي مستعفي کارکوونکي خبرداری ورکوي، چې که د دې ادارې د ستونزو اواري ته جدي پاملرنه ونه شي، د حکومت دغه مهم اقتصادي ارګان به زیان وویني.

روح اله احمدزي چې په دې اداره کې یې مهمه دنده ترسره کوله او اوس په استعفی ورکوونکو کې شامل دی وایي، چې د دوي هدف په هېواد کې د اداري فساد پرضد مبارزه ده.

احمدزي چې د جمعې په ورځ یي د دې ادارې د نورو مستعفی کارکوونکې په استازیتوب له ازادۍ رادیو سره خبرې کولې وویل، له ولسمشره هیله کوو چې د دې ستونزې حل ته تدابیر ونیسي:

«موږ په ډله ایزه توګه استعفی ورکړه، زموږ ريیس دې پوسټ ته وړ او مناسب نه دی، نه تجربه لري او نه لیاقت، د دې ترڅنګ یي خپل دوستان په ځینو څوکېو ګمارلي دي، د دې په موجودیت کې د ایسا چارې زیانمنې او بدنامیږي، موږ له ولسمشره غواړو چې د دې ادارې ستونزې دې وڅیړل شي.»

احمدزی زیاتوي، دوې د خپل ريیس د غیر قانوني کړنو اسناد راټول کړي هم دي.

روح اله احمدزي، غلام رباني منصور، بریالی ملیار، عمرجویا،
سلیمان اکبري، میرتوفیق انصاري او عبدالغفار رصین د دې ادارې لوړ پوړي کارکوونکې وو، چې د پنجشنبې په ورځ یي په کابل کې د خبریالانو پر وړاندې په ډله ایزه توګه له خپلو دندو استعفی وکړه.

دوي وایي، د استعفی سبب یې د دې ادارې د ريیس غیرقانونی کارونه او په اداري څانګو کې د هغه د دوستانو او غیر مستحقو کسانو ګمارل دي.

دوي دا ادعاهم کوي چې د ایسا د ادارې ريیس کاري کفایت نه لري او ځانته یي یوولس زره ډالره میاشتنۍ تنخوا ټاکلی ده.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې ريیس داکترعزیزاله لودین وایي، د مسئلی څیړلو ته به ډیر ژر پلاوی وټاکي:

«موضوع ډیره مهمه ده، خو تصمیم لرم چې ډیر ژر یو پلاوی وګمارم او مسئله وڅیړي»

ازادۍ رادیو ډیره هڅه وکړه، چې د موضوع په هکله د جمهوري ریاست د چارواکو نظر هم ولري، خو تیلیفونونو ته یي ځواب ونه ویل شو.

له بلې خوا د دې اداري ريیس وفي اله افتخار بیا پر ده لګیدلي تورونه بې اساسه ګڼي.

د ایسا د ادارې ريیس افتخار ازادۍ رادیو ته وویل، چې د ځان د سپیناوي لپاره به د عدلي او قضایي ارګانونو دروازې وټکوي

«زما دوه میاشتې کېږي، چې په دې څوکۍ ګمارل شوی یم، په دې موده کې هیڅ یوغیرقانونی کارنه دی شوی، که دسیسه نه وي نو ولې یې له ماسره نه مطرح کوي، که ستونزه لویه وي نو اوه وزیران د دی ادارې چارې څاري، هغو ته به یې مراجعه کړی وای، زه دا تورونه ردوم، دا یوه دسیسه ده او د دوي پر خلاف به قضایي ارګانونو ته عریضه کوم.»

په افغانستان کې د اداري فساد پر د مبارزی اداره، د ایسا د اوو لوړ پوړو کارکوونکو استعفی د اندیښنې وړ ګڼي.

دې ادارې په یوې اعلامیه کې له جمهورريیس او عدلي او قضایي ارګانونو غوښتي چې راپورته شوې ستونزه دې په جدي توګه وڅیړي.

«ایسا» یا د پانګو اچوونو ملاتړه اداره په کال یوزرو درې سوه یواتیایم لمریز کې جوړه شوه.

راپورونه وایي، دې ادارې د تاسیس له ورځې، تر اوسه هېواد ته، شاوخوا نه میلیارده ډالره کورني او بهرني پانګې جلب کړي.

د دې ادارې اوه لوړ پوړي کارکوونکي په داسې حال کې له دندو استعفی ورکوي چې، جمهورريیس کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د اداري فساد پر ضد به مبارزه نوره هم جدي او پراخه کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG