د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

د ناټو د اکمالاتو د لارې پر مخ امنیتي اندېښنې


که څه هم وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن له پاکستانه په یوه ډول بخښنه وغوښته او اسلام اباد د جولای په دریمه د ناټو اکمالاتي لارې له بیا پرانیستو سره موافقه وکړه، خو د پنجشنبې تر ورځې یوازې څو د ګوتو په شمار لارۍ له تلاشۍ وروسته له دې لارې د افغانستان خاورې ته اوښتي دي.

په همدې حال کې د لاریو زرګونه مالکان د کار له پیل مخکې تاوان غواړي. دوي وايي چې افغانستان ته تګ راتګ ډېر زیات خطر لري خو د دې خطر په وړاندې ډېرې کمې پیسې ورکول کېږي.

د پاکستان د ګمرک یوه مامور حسن اغا فرانسپرس اژانس ته وویل، چې د پنجشنبې په ورځ د ناټو څلور لارۍ چې خواړه او نور وسایل پکې وو، په چمن کې له سرحده د افغانستان خاورې ته واوښتې او په خیبر اېجنسۍ کې چارواکي وايي، چې له اوو تر لسو پورې لارۍ به د لومړي ځل لپاره د تورخم له سرحد څخه واوړي.

په کراچۍ کې، چې د ناټو کانتینرونه د تورخم او چمن سرحدونو ته خپل اوږد سفر د خلیج له دې بندر څخه پیلوي زیات شمېر ډرېوران د هغو اوو میاشتو تاوان غوښتلو ته سترګې په لار دي چې وزګار وو.

د ټول پاکستان د تېلو ټانکرونو د مالکانو د ټولنې مشر اکرم خان دراني فرانسپرس ته وویل، دې حالت موږ ډېر وارخطا او اندېښمن کړي یو. دی زیاتوي، د حکومت له خوا د دې لارې له بندولو مخکې هم دا لاره خطرناکه وه، خو دا خطر اوس نورهم زیات شوی.

درانی زیاتوي، هېڅ یوه مقام له موږ سره د یوه بشپړ امنیتي ضمانت لپاره تماس نه دی نیولی.

په همدې حال کې د ټول پاکستان د اموالو د لېږدولو د ټولنې مرستیال رانامحمداسلم وایي، د ناټو دوهم لاس قراردادیان مکلف دي چې هرې لارۍ ته شپږزره ډالره تاوان ورکړي. نوموړی زیاتوي، دوهم لاس قراردادیانو د کتارونو د امنیت لپاره د هغو وسایلو ځای پرځای کول پیل کړي چې د سپوږمکۍ له لارې د خطر څرک لګوي، خو تراوسه د حکومت له خوا چې د دې عملیاتو د امنیت نیولو لپاره مسوولیت لري هېڅ راز تاییدي اقدام ترسترګو نشو.

فرانسپرس اژانس د پاکستان د ګمرکونو او بندري چارو د ادارو او د ترانسپورت وزارت د چارواکو له قوله چې نه غواړي هویت یې افشا شي، لیکي چې د لاریو مالکانو ته د تاوان پرې کولو د کار بشپړول ښايي څو نورې ورخې وخت ونیسي خو دوی په دې اړه چې ټرکونه به څه وخت له کراچۍ څخه حرکت وکړي، د دقیقې نېټې له ښودلو ډډه کوي.

د سند صوبې چې کراچۍ یې مرکز دی د کورنیوچارو وزارت ویلي چې د یوه امنیتي پلان پر بشپړولو کار روان دی، خو د جزییاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

پاکستاني طالبانو ګواښ کړی، چې د ناټو پر کتارونو به حملې وکړي او که یې ډرېوران افغانستان ته تګ راتګ پیل کړي، وبه یې وژني.

فرانسپرس لیکي، د پنجشنبې په ورځ پاکستاني طالبانو په لاهور کې د نهو پولیسو د وژنې د ادعا ترڅنګ د بریدونو د یوې نوې څپې د پیلولو ګواښ وکړ.
XS
SM
MD
LG