د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

″پر سرحدي سیمو د راکټي حملو د بندولو په اړه له پاکستان سره خبرې کوو″


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، چې له پاکستاني چارواکو سره به په ختځ کې د افغانستان په سرحدي سیمو د راکټي حملو د بندولو په هکله خبرې وکړي.

ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې تایید کړه؛ چې د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو دغه بریدونه کیږي.


په داسې حال کې چې یو شمېر خلک په افغان حکومت انتقاد کوي؛ چې د پاکستان له لوري د راکټي حملو پر وړاندې ورته عمل نه ترسره کوي؛ خو افغان ولسمشر حامد کرزي وايي، افغانستان به په ورته عمل لاس پورې نه کړي.

ولسمشرکرزي وویل، افغان دولت هڅه کوي، چې په ختیځ کې پر افغان سرحدي سیمو د راکټي حملو په اړه حقایق پیدا کړي.

نوموړي وویل، تراوسه څرګنده نه ده، چې ایا له پولې آخوا دا حملې د پاکستان د دولت، پوځ او یا هم هلته د روزل شویو ډلو له خوا کیږي.

خو ښاغلي ولسمشر وویل، چې افغان دولت دغه مساله له پاکستان سره د خبرو له لارې حل کول غواړي:

″ د پاکستان حکومت له مونږ سره دوستي کړې ده او د ډیورنډ اخوا خلکو کور راکړی، ژوند یې راکړی، زموږ ولسونه دي.

نو ځکه موږ هیڅکله داسې نه کوو، چې له اخوا برید راباندې وشي او موږ یې ځواب ورکړو او بیرته خلک مړه کړو او بیرته خلک شهیدان شي او کورنۍ خرابې شي.

موږ به د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې دا مساله حل کوو، نه د برید او جنګ له لارې او هغه د دې لپاره چې هغه خوا خلک صدمه ونه ویني او خوږ نه شي.″


ولسمشر حامد کرزي دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د راپورونو له مخې د تیرو څو میاشتو راهیسې د ډیورڼد له کرښې آخوا د افغانستان د کونړ ولایت په سرحدي سیمو باندې راکټي حملې کیږي، چې د سیمې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د دغو حملو له امله د سیمې یو شمېر خلک بې ځایه شوي هم دي.

تر دې مخکې یو شمېر کتونکو او عام افغانانو له حکومت نه غوښتي وو؛ څو د پاکستان د راکتي حملو پر وړاندې ورته عمل ترسره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي، چې که افغانستان پاکستان ته غاښ ماتوونکي ځواب ورنه کړي؛ نو دا به د هېواد له ملي حاکمیت سره لوی خیانت وي.

″ زه په دې باور یم ولسمشر تیر کال هم همدا ډول غبرګون ښودلی وو او سږکال هم دغسې غبرګون ښيي او دا نور هم د افغانستان ګاونډیانو ته، د افغانستان مخالفینو ته او په خاصه توګه په پاکستان کې استخباراتي کړیو ته جرات ورکوي؛ چې په ډیرې بې شرمۍ سره خپلو مداخلو ته دوام ورکړي.

که دا خبرې د ولسمشر څرګندونې وي، نو دا به د افغانستان ملي حاکمیت ته تاوان ورسوي او دا د نه زغملو عمل دی.″


دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو دا ډول راکټي حملې کوي، بلکې مخکې تر دې یې هم څو څو ځله د افغانستان په یو شمېر سرحدي سیمو راکټي حملې کړي.

له دغو پرله پسې حملې سره سره تراوسه افغان دولت نه دی توانیدلی؛ چې د پاکستان حکومت د دغو حملو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

دا چې د دې حملو د بندولو په هکله به دا ځل له پاکستاني چارواکو سره د افغان ولسمشر خبرې څومره اغیز وکړي؛ دا به راتلونکې کې څرګنده شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG