د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

وسله والو په پاکستان کې نهه پولیس ووژل


پاکستاني مقامات وايي د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کې د وسله وال برید په نتیجه کې یوولسو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.

د چارواکیو د معلوماتو له مخې دا حمله د پنجشنبې پر سهار د لاهور په اچهره نومې سیمه کې د پولیسو اکاډمۍ پر یوه لیلیه وشوه.

د لاهور امنیه قوماندان حاجي خبیب الرحمان چې په لاهور کې مطبوعاتو ته معلومات ورکول وویل، په نښه شوې ودانۍ د پولیسو اکاډمۍ یوه لیلیه وه او له تیرو شپږو کالو راهیسې تر روزنې لاندې پولیس پکې اوسیدل :

(برید کوونکیو لومړی د لیليې وسله وال ساتونکی په ډزو وژلی بیا یوتن په وره کې پاتې شوی او پاتې نور درې ډلې د ودانۍ بیلابیلو برخو ته ننوتي.

شواهد ښيي، چې لاسي بمونه يې غورځولي او کلاشنکوف و تومانچو ډزې يې کړي دي. وروستي معلومات دا دي، چې نهه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

حبیب الرحمان زیاته کړه چې د برید پر وخت په دغه لیلیه کې د خیبر پښتونخوا د بیلابیلو سیمو ټول ۳۲ تنه پولیس دیره وو چې نهه تنه يې ځای پر ځای ووژل شول او دوه نور يې سخت ټپيان شول.

د حبیب الرحمان معلوماتو له مخې د لیليې د دوو درېيو تنو ساتونکیو نه پرته نورو پولیسو وسلې نه درلودې ځکه د برید په شنډولو کې پاتې راغلل.)


په عین حال کې د لاهور د ښاري پولیسو مشر اسلم ترین بیا وايي، چې ددغې لیلیې په باب يې ټول معلومات پټ ساتلي و او هیچا ته دا نه وه معلومه چې هلته پولیس اوسیږي :

(ددې مرکز په هکله معلومات دومره پټ ساتل شوي وو چې حتی د اړوندې تاڼې یا د پولیسو ماموریت هم ددې ځای په باب معلومات نه درلودل.

حمله داسې شوې، چې برید کوونکي په ناڅاپي ډول پر دغه ودانۍ ور ننوتلي، په لومړي پوړ کې يې ډزې کړي بیا برني پوړ ته ختلي او ورپسې بام ته هم پورته شوي اوهر په هرځای کې یې پر ځوانانو ډزې کړي دي.)


که څه هم حبیب الرحمان د بریدګرو شمیر تر لسو وښود خو اسلم ترین بیا دهغوی اصل شمیره درې څلور تنه ښيي.

نوموړی وايي وژل شوي ټول د خیبر پښتونخوا د دیر او چترال اوسیدونکي وو او له تیرې څه مودې راهیسې يې د زندانونو د چارو پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې زده کړې کولې.

پولیس وايي په دې هکله يې تحقیقات پيل کړي، چې برید کوونکي څوک و او څنګه يې ددغې پټې لیليې به باب معلومات تر لاسه کړي وو خو په عین حال کې وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلی او ادعا يې کړې چې برید دوی کړی.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې حمله يې له پولیسو نه دغچ اخیستو په هدف کړې او وسله وال يې بیرته خپلو خوندي ځایونو ته په ستنیدو بريالي شوي دي.

په روانه هفته کې دا دویم ځل دی چې په پنجاب صوبه پر پولیسو دغه ډول حمله کیږي.
له دې وړاندې د هفتې په پيل کې په ګجرات کې پر پولیسو دغسې حمله وشوه او اته تنه پکې ووژل شول.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG