د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

طالب چارواکی: طالبان دې په هېواد کې له نورو سیاسي قوتونو سره د جوجاړي لټه وکړي


د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي منلې ده، چې مخالف وسله وال په افغانستان کې جګړه نه شي کټلې او د کابل نیول له انتظاره لرې خبره ده.

نوموړې ویلي دوی باید په هېواد کې له نورو سیاسي قوتونو سرخ د جوجاړي لټه وکړي.

په نیوزټیټسمن کې دا کس چې نوم یې نه دی اخیستل شوی؛ د طالبانو یو پخوانی غړی او لوړ پوړی چارواکی بلل شوی دی، په ګوانټانامو زندان کې یې بند تیر کړی او تر دې مهاله د طالبانو تر ټولو مهم غړی دی؛ چې د القاعده شبکې سره د افغان طالبانو د بېلتون په اړه یې سخته ژبه کارولي ده.

د طالبانو دې لوړ پوړي چارواکي ویلي، لږ تر لږه په سلو کې اویا طالبان پر القاعده په غوسه دی او القاعده یو مصیبت ګڼي؛ چې د ده په وینا له اسمان پر موږ نازل شوی دی.

د طالبانو دې قومندان ویلي، که ريښتیا ووایم، زه د اسامه بن لادن پر وژل کیدو ارام شوم، ځکه د همده د پالیسیو په نتیجه کې افغانستان وران شو.

نوموړي ویلي، که اسامه بن لادن ريښتیا پر جهاد باور درلود، نوموړی باید د دې پرځای چې زموږ هیواد یې وران کړی وای؛ سعودي عربستان ته به تللی و او هلته به یې جهاد کړې وای.

نیو سټیټسمن اونیزې د دې طالب قومندان نوم نه دی یاد کړی او یوازې یې مولوي بللی دی، له نوموړي سره مرکه ″میشل سمپل″ کړي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی و.

سیمپل چې اوس د بشري حقونو د پالیسۍ د یو مرکز لپاره کار کوي وايي؛ د دې طالب قومندان هویت يې ځکه پټ ساتلی چې طالبانو د دوی په استازیتوب د خبرو په برخه کې ډیر حساس دی خو وايي؛ د طالبانو په تحریک کې د دې مولوي د مهم رول په اړه هیڅ شک نه شته.

دغه طالب قومندان ویلي، د طالبانو له خوا د کابل نیول له انتظاره لرې خبره ده او د طالبانو هغه مشران چې د کابل د نیولو فکر کوي، په لویه تیروتنه کې دي.

نوموړی وايي، د طالبانو مشرتابه په دې پوهیږي، چې نه شي کولای پر هغه ځواک چې ورسره مخامخ دی، لاس بری شي، خو په عین حال کې پر دې مسالې اعتراف کول هم ورته سخت دی.

نوموړې ویلي، وسله وال طالبان باید بیا د هسې اسلامي امارت د جوړولو خوب چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م کال پورې یې په کابل کې جوړ کړی و؛ یوې خواته کړي، د دې طالب چارواکي په وینا هر لوری چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي په حقیقت کې به یې جګړه د قدرت لپاره وي او که چیرته ملي قدرت نه شي ترلاسه کولی نو بیا ورته ښه دا ده؛ چې دننه په هیواد کې د یو منظم سیاسي ګوند د جوړولو په فکر کې شي.

د نیو سټیټسمن په مرکه کې د طالبانو د دې لوړ پوړي چارواکي له خولې دا هم ویل شوي دي؛ چې د ښاغلي کرزي له حکومت سره خبرې کومه ګټه نه لري؛ ځکه د نوموړي په وینا اصلي واک د امریکا د متحدو ایالتونو سره دی؛ نوموړي ویلي، یوازینی بل سیاسي ځواک په افغانستان کې د شمال ایتلاف دی.

د بریتانيې د بهرنیو چارو پخواني وزیر ″ډېوېډ میلیبنډ″ د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي دا ځانګړې مرکه یو فرصت په ډاګه کوي؛ چې باید ګټه ترې واخیستل شي. د نوموړې په وینا دا د دې څرګندوی ده، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه له طالبانو سره جدي بحثونه هم یوه اړتیا ده او هم ستونزمن کار دی.

میشل سمپل چې پخوا د ملګرو ملتونو ډیپلومات او اوس د هارورډ په پوهتنون کې د بشري حقونو د پالیسۍ په یو مرکز کې کار کوي وايي، د خبرو لپاره د لویدیځ له خوا لویې او جدي ژمنې به مرسته وکړي؛ چې د طالبانو تحریک خپل ځان له القاعده جلا کړي.
XS
SM
MD
LG