د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

پاکستان: ناټو ته د ټرانزیټي لارې د پرانیستلو پرضد مظاهره روانه ده


د پاکستان د سخت دریځو اسلامي ډلو په زرونو ملاتړو نن په اسلام آباد کې لاریون وکړ او په افغانستان کې دېره ناټو او امریکایې ځواکونو ته د پاکستان د حکومت له خوا د ټرانزیټي لارې په پرانستلو یې اعتراض وکړ.

شاوخوا پنځلس زره کسان د پاکستان د پارلمان له ودانۍ بهر راټول شوې وو او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.

دا ستر لاریون له لاهور ښار څخه پیل شوی او د پاکستان د دفاعې شوری له خوا چې شاوخوا ۴۰ سیاسي ګوندونه او سازمانونه په کې ګډون لري، تنظیم شوی دی. دوی د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې له امریکا او هند سره باید اړیکې وشلوي.

د پاکستان د دفاعي شوری رييس مولانا سمیع الحق راټولو شویو خلکو ته وویل:

“د آزادۍ جګړه آسانه نه ده او یوازې په لاریونونو او مارشونو نه کیږي. د افغانستان خلک له ۳۵ کلونو راهیسې جګړه کوي، دوی په زرونو قربانۍ ورکړې، موږ باید له دوی نه زده کړو.”

د پاکستان د دفاعي شوری یو بل مهم مشر حافظ سید دی؛ چې هند یې د ممبی په ښار او پارلمان باندې د حملو مسوول بولي. سید په دې حملو کې لاس درلودل رد کړی دی.

حافظ سید لاریون کوونکو ته په وینا کې وویل، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې باید په پاکستان کې بندې شي او زیاته یې کړه؛ چې د امریکا غلامي باید ختمه شي:

“دا لومړی ځل دی، چې د بېلابېلو ګوندونو یو ایتلاف د امریکا له غلامۍ څخه د پاکستان د خلاصون په مقصد جوړ شوی او یو ستر غورځنګ یې رامنځ ته کړی دی. خدای دې دا غورځنګ بریالی کړی.

دا مهال موږ ناټو ځواکونو ته د ټرانزیټې لارې خلاصېدل نشو منلی؛ چې د مسلمانانو د ډله یېزې وژنې لپاره وسلې او مهمات انتقال کړي.

موږ له دې نور، د بې پیلوټه الوتکو حملې هم نشو زغملای. په حقیقت کې د امریکایانو او د هغوی د متحدانو حضور په سېمې کې د زغم وړ نه دی.”
XS
SM
MD
LG