د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

په کیوتو کې د طالبانو د استازي ګډون د سولې لپاره زېری دی


مولوي قلم الدین
مولوي قلم الدین
د افغانستان جمهور رییس پرون وویل، چې طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

حامد کرزی پرون په توکیو کې خبریالانو ته وویل، چې دوه اونۍ مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا استازو، د طالبانو او اسلامي حزب له استازو سره د جاپان د کیوتو ښار په دوشیشه پوهنتون کې لیدلي دي.

حامد کرزي وویل، ملا دین محمد چې د طالبانو له خوا یې په دغې غونډې کی برخه اخیستې وه؛ ویلي، چې طالبان د سولې خبرو ته تیار دي.

که څه هم چې وروسته تر هغې د طالبانو یوه ویاند دغه مساله رد کړې او ویلي، چې طالبانو تر دې دمه د سولې د خبرو په اړه کوم تصمیم نه دی نیولی؛ خو په کابل کې زموږ همکارې حمیده هارون عثمان د طالبانو د وخت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له مشر مولوي قلم الدین سره مرکه کړې او په سر کې یې تری پوښتنه کړې.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:40 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG