محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې په ټوکیو کنفرانس کې له افغانستان سره مشروطې مرستې وشوې، چې له دې سره افغان دولت د ازموینې له یو بل مهم پړاو سره مخامخ شوی.
ورځپاڼې لیکلي، چې افغان دولت د راتلونکو دریو کلونو لپاره له نړیوالې ټولنې د سپاړلشو میلیارډو ډالرو مشروطې مرستې په ترلاسه کولو خپل مالکیت ثابت کړ؛ خو د وړتیاو، همغږۍ او سالم مدیریت نه موجودیت د تاریخي ماتې او بري برید ټاکي.
ورځپاڼه لیکي، چې افغان دولت دوه انتخابه لري، یا له بحرانونو د افغانستان د ژغورنې لپاره په سالم مدیریت او غښتلې سیاسي ارادې تکیه او یا د جنګسلارانو او اقتصادي مافیا په لمن کې د ستر او وروستي چانس لیلامول دي.
ورځپاڼې په نهایي تحلیل کې لیکلي، چې د دولت له لارې د اتیا سلنې مرستې لګول یو معتهد، سپیڅلې او کارپوه ټیم ته اړتیا لري، ګنې هیڅ نړیواله مرسته به عملي اړخ ونلري.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم د ټوکیو مرستې ستره بریا بللی، خو لیکلي، چې د ژمنه شویو مرستو مشروطول دا ژمنې له ګواښ سره مخامخ کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د اداري فساد پر ضد مبارزه، د بشري حقوقو خوندي کول، د ښځو او ماشومانو حقوقو ته درناوې، د دیموکراسۍ وده او داسې نور هغه شرطونه دي، چې د ټوکیو په کنفرانس کې مطرح شوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې اکثره مرسته کوونکي هیوادونه غواړي، چې ددوی لخوا کیدونکې مرستې باید مشروطې شي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې افغانان که څه هم د ټوکیو په کنفرانس کې ژمنه شویو مرستو ته خوشحاله دي، خو ددغو مرستو د لګولو لپاره په افغان دولتي ادارو کې ټیټ ظرفیت، اداري فساد، د غیر مسلکي کسانو ګمارل، ګوندي اړیکې او نور مصلحتونه هغه څه دي، چې دوی اندیښمن کړي.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم افغان ولسمشر پدې اړه د جدي مبارزې ژمنه کړې، خو د ورځپاڼې په وینا د حکومت تشکیلاتو ته په کتو، چې د پخوانیو جهادي ډلو، ګوندي او ژبنیو ارزښتونو له مخې جوړ شوې، ددې ستونزې هوارول ګران بریښې.
ورځپاڼې لیکلي، ددې لپاره، چې افغان دولت له نړیوالو مرستو سمه ګټه پورته کړي او خپل باور وساتي، نو پکار ده، چې د سالمې ادارې د رامنځ ته کولو لپاره جدي کار وکړي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ټوکیو او په نورو هغو کنفرانسونو کې، چې د افغانستان په اړه جوړ شوي په وړاندې شرطونو انتقاد کړې.
ورځپاڼه لیکي، چې دا شرطونه تر ډیره تکراري او ډیر کله خپله بهرنیان ورته پاملرنه نه کوي، چې یوه بیلګه یی هم د هستوګنې په سیمو کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د عامه خلکو ښځو او ماشومانو وژنه ده.
ورځپاڼې پدې برخه کې د شتو ستونزو د هواري لپاره سپارښتنه کړې، چې افغان دولت او نړیواله ټولنه باید ګټه ستراتیژي او پلان جوړ کړي او پرې عمل وکړي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د ټوکیو کنفرانس دا ځلې افغانانو ته دوه څرګند پیغامونه درلودل، یوه دا، چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي او بله دا، چې نړیواله ټولنه به ددوی په خوا کې وي.
خو ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې پدې شک څرګند کړې، چې افغان دولت دې د تیرو لسو کلونو فساد په راتلونکو دوو کلونو کې له منځه یوړلای شي.
ورځپاڼه لیکي، چې دولتي چارواکي له تیرو لسو کلونو راهیسې په فساد کې ککړ دي او داسې فکر کول امکان نلري، چې د ټوکیو له کنفرانس وروسته به افغان دولت د فساد پر ضد کوم مهم ګام پورته کړي.