د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

کلنټن په جدي ډول د افغان ښځو حقونو ته د پاملرنې غوښتنه کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن
میرمن کلنټن وايي، امریکا په دې باور ده، چې د نړۍ هېڅ هیواد نشي کولی، سوله او اقتصادي وده لاسته راوړي تر کومې چې ښځې يې په واک او چارو کې شریکي نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې پرون په توکیو کې وویل؛ هیواد يې د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی او د نوموړي په وینا د افغانستان د راتلونکي لپاره د قانون د حاکمیت، اداري فساد پر ضد د مبارزې تر څنګ د سړو په شان ښځې هم باید اقتصادي فرصتونه ولري.

واشنګټن وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې کافي پرمختګونه شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو راهیسې اوس د میلیونونو افغان زده کونکو څلویښت په سلو کې انجونې دي؛ حال دا، چې په ۲۰۰۲ کال د دې هېواد د زده کونکو شمېر یوازې نهه لکو ته رسیده؛ چې تقریباً ټول يې هلکان وو.

د متحده ایالاتو چارواکو ویلي، د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن د شنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې هم د افغان ښځو د حقونو پر مساله خبرې کړې دي.

هلري کلنټن له افغان ولسمشر سره په دې اړه خبرو کې ټنیګار کړی؛ چې د افغانستان ښځې د دې هېواد د راتلونکې په پروسه کې مهم رول لوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په داسې حال کې د افغان ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی؛ چې د بشري حقونو او مدني ټولنو په وینا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي اوس هم دوام لري او په ډیرو برخو کې يې حقونه تر پښو لاندې کیږي.
XS
SM
MD
LG