د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

انان: ایران او روسیه د سوریې په شخړو کې ډير څه کولی شي


انان
انان
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی سبا دمشق ته روان دی.
کوفي انان به د سوریې له چارواکو سره د سولې پر پلان خبرې وکړي. تر دې سفر مخکې ده په پاریس کې وویل، چې ماسکو او ایران د سوریې د سولې په هڅو کې مهم نقش لرلی شي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتو او عربي ټولنې ځانګړی استازی وایي، د سوریې د شخړو د مخنوي په هڅو کې روسیه او ایران مهمه ونډه لرلی شي.

کوفي انان د فرانسې لي موند ورځپاڼې ته وویل چې په سوریې کې له شپاړس میاشتو راهیسې د راپیدا شوي بحران د مخنوي څرک نه لیدل کیږي او داسې نښې هم نه ترسترګو کیږي چې د منځګړیو هڅې نتیجه ورکړي. کوفي انان زیاته کړه چې تر اوسه د دې تضمین هم نه شي کیدای چې دا ستونزه دې هواره شي.

په سوریې کې د حکومت د مخالفو فعالانو په وینا د تیر کال د مارچ له میاشتې راپه دې خوا چې پاڅون پیل شوی تر اوسه تر اوولس زره ډير کسان وژل شوې دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون د جمعې په ورځ په سوریې کې د ملګرو ملتو له څارونکو وغوښتل چې د ولایتونو خوا ته هڅې لږې کړي او پر مرکز دمشق تمرکز وکړي. بان کې مون بیا د یکشنبې په ورځ په توکیو کې د سوریې حکومت او مخالفانو ته خبرداری ورکړ چې د ملګرو ملتو غوښتنې پرځای کړي:

د سوریې حکومت او هلته ټولې خواوې باید د سولې شپږ ټکي عملي کړي. که دواړو لوریو د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پریکړو سرغړونه کوله ملګري ملتونه به په ګډه لازم اقدام وکړي»

د ملګرو ملتو پخواني سرمنشي کوفي انان چې اوس ملګرو ملتو د سوریې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی د سوریې د شخړو د مخنوي لپاره د سولې د شپږو ټکیو وړاندیز کړی دی.

کوفي انان د سوریې په شخړو کې د روسیې پر اهمیت ټینګار وکړ. روسیه د بشار الاسد پر رژيم د نړیوالو له بندیزونو سره مخالفت کوي او د سوریې په اړه په خبرو کې د ایران پر ګډون ټینګار کوي.

کوفي انان چې ټاکل شوې ده د دوشبنې په ورځ دمشق ته ولاړ شي، وایي چې روسیه او ایران د سوریې پر حکومت نفوذ لري او یو شمیر دا هیوادونه تورنوي چې د سوریې حکومت ته وسلې او پیسې ورکوي.
XS
SM
MD
LG