د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

خپل سري کورونه جوړول د نوي کابل د پروژې په وړاندې خنډونه


د نوي کابل ښار د بورد مشر غلام سخي حسن زاده
د نوي کابل ښار د بورد مشر غلام سخي حسن زاده
د نوي کابل ښار پروژې مسوولین وایي، چې په ده سبز سیمه کې په خپل سر د کورونو جوړول د دوي د کارونو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي دي.

دوي په دې برخه کې له امنیتي چارواکو غواړي څو د هغو زوراکو کسانو مخه ونیسي چې په دې ښار پورې اړوندو سیمو کې په خپل سر کورونه جوړوي.

د نوي کابل ښار د بورد مشر غلام سخي حسن زاده ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي په دې برخه کې ډیره ستونزه د ده سبز او باریک آب په سیمه کې لري:

"موږ له امنیتي چارواکو سره د مکتوبونو له لارې په اړیکه کې یو، هغوي ته کابینې دنده سپارلې چې باید د په خپل سرو کورونو د جوړولو مخه ونیسي.

موږ تل هغوي ته مکتوبونه لیږلي، چې په دې ښار کې چور روان دی، هغوي په دې باندې کار کوي او موږ هیله مند یو چې باید دوي دغه کار نور هم جدي کړي، د دې لپاره چې موږ له همدې ستونزو سره مخامخ یو، مونږ له درې نیم کلونو راپدېخوا خلکو ته وایو چې تاسو راشې او خپل جایدادونه تثبیت کړې).


د نوي کابل ښار د جوړولو په برخه کې پخپل سرو د کورونو د جوړولو په هکله پداسې حال کې انتقادونه کیږي چې د وزیرانو شورا د مصوبې له مخې په ده سبز او باریک آب سیمه کې د ځمکو اخیستل، پلورل او د کورونو جوړول منع اعلان شوي.

خو د نوي کابل ښار د ښارګوټي د مشر په وینا یو شمیر خلک بیا د وزیرانو شورا دغه پریکړه په پام کې نه نیسي.

سره له دې چې له ښاغلي حسن زاده مو وغوښتل چې د هغو زورواکو کسانو نومونه راته واخلي چې په ده سبز سیمه کې یې پخپل سر کورونه جوړ کړي، خو هغه یې نومونونه وانخیستل.

ټاکل شوې د نوي کابل ښار پروژه په ده سبز سیمه کې پلي شي، د کابل ښار د پراختیا بورد په وینا دغه نوی ښار به دوه پنځوس ناحیې ولري او د درې میلونو کسانو لپاره د اوسیدو امکانات به ولري .

دوی وایي چې د نوي کابل ښار کار به په درې مرحلو کې ترسره شي چې دیرش کاله وخت به ونیسي، او هره مرحله به یې پنځه پنځه کاله وخت ونیسي.

ومو غوښتل د نوي کابل د بورد د غوښتنې په هکله د کورنیو چارو وزارت ځواب هم واخلو.

خو ددې وزارت چارواکي خبرو ته حاضر نشول.

د امنیې قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امین بیا د یکشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې دوی د نوي کابل ښار د جوړولو په برخه کې ددې ښار د بورد له مسوولینو سره مرسته کوي:

"د محافظت عامې یو ټولې هم دوی سره هلته په سیمه کې شته، که هلته کومه ستونزه وي، او غاصبین غصب کوي، یا پخپل سر کورونه جوړوي نو د امنیې قوماندانۍ د دوی په خدمت کې ده.

په کابل کې هیچاته د غیر قانوني کار ځواب نه ورکوو، که دوی مونږ سره په تماس کې شي مونږ یې دې محکمو او یا څارنوالی دا ستونزه حل کوو.

دوي دې پلان جوړ کړي امنیتي قواووې د دوی په خدمت کې دي."


د نوي کابل ښار د بورد د معلوماتو له مخې دغه ښار د خصوصي سکتور له خوا جوړیږي، او بیا به د آزاد بازار له خوا په جګه، متوسطه او یا ټیټه بیه وپلورل شي.

د دوی په وینا ددې ښارګوټي په جوړولو سره به هیڅ یوه بې وزله کورنۍ هم بې کوره پاتې نشي.

بل لور ته د باریک آب په سیمه کې شاوخوا پنځوس زره جریبه ځمکه ده چې ددې بورد په وینا هلته به یو کرنیز ښار هم جوړ کړي څو د خلکو کرنیزې اړتیاوې هم ورباندې پوره شي.

پدې ښار کې به تر دوه زره پنځه ویشتم کاله پنځه سوه کسانو ته د کار دایمي زمینه مساعده شي.

د نوي کابل ښار بورد مسوولین وایي چې دوی د اوسني کابل ماستر پلان هم جوړ کړی، او وایي چې اوسنی کابل به هم بیرته د پخوا په شان ښکلی جوړ کړي.

سره له دې چې ددې بور مسوولین وایي دغه نوی ښار به په راتلونکو دیرش کلونو کې له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ کړي خو دا به وروسته څرګنده شي چې وروسته له هغه به دا ښار د اوسیدو لپاره چمتو شي کنه؟

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG