د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د افغانستان، پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه


د امريکا، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه غونډه کې له تروریزم سره د مبارزې مساله وڅيړله.

هيلري کلنټن وروسته تر دې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وله وزيرې حنا رباني کر سره په تفصيل خبرې وکړې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره يې غونډه وکړه.

د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره د امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د توکيو د کنفرانس تر څنګ د يکشنبې په ورځ وليدل.

دا غونډه وروسته تر دې وشوه، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کر سره خبرې وکړې.

هيلري کلنټن د بهرنيو چارو د وزيرانو د دې درې اړخيزې غونډې په اړه په توکيو کې خبريالانو ته وويل:

"يو ځل بيا دا تاييدوم چې د دغې ګډې ډلې هدف د همکارۍ پراخيدل دي او د افغانستان سوله او د روغې جوړې بهير دي.

موږ يوځای بيا خپله تکراري غوښتنه له وسله والو مخالفانو کوو چې له تشدده لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښیني."


د تيرې اونۍ له پريکړې وورسته، چې اسلام اباد د ناټو د اکمالاتو موټرو ته اجازه ورکړه چې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولاړ شي، دا د هيلري کلنټن او حنا رباني کر لومړۍ مخامخ خبرې دي چې په توکيو کې د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې تر څنګ وشوې.

هيلري کلنټن خبريالانو ته د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې سره تر خبرو وروسته وويل، ما له حنا رباني کر سره په تفصيل خبرې وکړې او موږ دواړو ټينګار وکړ چې کولي شو تيرو ستونزو ته شا کړو او پر راتلونکو ستونزو تمرکز وکړو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې له پاکستان سره د امريکا د ګډو ستونزو د مخنوي په برخه کې په پاکستان کې له پوځي ډلو سره جګړه ياده کړه. دې وويل، ما او حنا رباني کر د هغو ترورستي ډلو پرضد پر مبارزې تمرکز وکړ چې دواړه هيوادونه افغانستان او پاکستان ګواښي او د متحد ايالتونو ګټو ته زيان اړوي.

د امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو اقتصادي مسايل هم وڅيړل، هيلري کلنټن وويل، دا موضوع مو ياده کړه چې د دې پر ځاي چې پر مرستو تکيه وکړو سوداګري بايد پراخه کړو.

د افغانستان، پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډې وروسته د بهرنيو چارو دريو سره وزيرانو يو ګډ بيان خپور کړ او په هغه کې د افغانستان، پاکستان، متحد ايالتونو او نړيوالې ټولنې دا هڅې وستايل شوې چې د القاعده شبکې مشران يې په سيمه کې تر يوه بريده ځپلې دي.
XS
SM
MD
LG