د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

په افغانستان کې یو شمېربهرني کډوال هم لیدل کېږي


دغه پاکستاني وګړي، چې ځان د دغه هېواد د بېلابېلو اوسیدونکي بولي، اوسمهال په خپل هېواد کې د را ولاړو شویو ستونزو له امله افغانستان او په ځانګړي توګه کابل ته راغلی دی.

دغه پاکستاني کډوال ډیر کم یې په پښتو او دری ژبو پوهیږې، دوي که څه هم داسې ښه کار او بار نه لري، خو د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره په ښار کې سوال کوي او یا هم ترکاري خرڅوي.

دا، چې دوي له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي، د دوي په خپله ژبه به یي واورو:

"زما نوم فاطمه ده، په بلوچستان کې سیل راغلی وو او موږ اړ شو چې هغه ځای پریږدو او دلته راشو، موږ غریبان یو"

" زما نوم شنکر دی زه په کابل ښار کې ترکاری خرڅوم، زموږ یو شمېر کسان موټرونه وینځي او یو شمېر نورو مو بیا خیر غواړي.

"موږ غریبان یو په پاکستان کې کار نشته، دلته ښه دی کار شته دی."


دغه پاکستانیان په کابل ښارکې ډیر تر سترګو کېږي، د دوي د کورنیو د لیدو لپاره د کاریز میر ولسوالۍ ته ورغلم، چې د دوي کمپونه په کې موجود دي او شاوخوا شپږ سوه کورنۍ په کې اوسیږي.

په دې سیمه کې سپیرې خاوري او اغزې وو، دوي په کې ټیټې او وړی د تکو خیمی درولی وې، چې په ځینو کې د دوه کسو د ناستې لپاره ځای نه وو او په کې ‌دریدل خو اصلآ امکان نه درلود.

په دې کمپونو کې ډیری داسې ماشومان موجود وو، باید ښوونځی کې وای، خو دوي هم د کورنیو د مشرانو په څیر د ژوند له ناخوالو سره په مبارزه بوخت وو.

دغه ماشومانو چې څیری لمر سوځولی وې، پښې لوڅې وو او کالي یي شکېدلي وو، کله یي چې موږ ولیدو په منډه راغلل او ځینو یي د خپلو کېږدیو لور ته منډه کړي.

دوي داسې فکر کولو، چې د کومې موسسې مسولین یو، چې دوي ته د مرستې لپاره راغلي یو، دوي له ماڅخه پوښتنه وکړه، چې زموږ روزګار خراب دی ایا ته د مرستی لپاره راغلې؟

د ډیرو ماشومان دا ډول او دیته ورته نوری پوښتنې په نیمه دري ژبه باندې کولې.

د پاکستاني کډوالو نارینه چې ډیری د غرمی په مهال له کاره کورونو ته راغلی وو، له افغان دولت څخه وغوښتل چې له دوی سره مرسته وکړې.

خو دا چی دا بهرنی کډوال چی راغلی ایا دا له کومی اداری سره ثبت دی؟ پدی اړه د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال جنرال داوود امین وایي:

"دا زموږ سره د کډوالو په شان ثبت او راجستر ندي ځکه دوی ګدایان دی او دا یی کسب دی،خو د امنیتی ارګان په حیث موږ ددوی کړه وړه څارو چې امنیتی ستونزی پیدا نکړي."

دا پاکستاني کډوال ښځی نارینه او ماشومان یی د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو په ځانګړی توګه د لویو سوپر مارکېټونو په مخ کې ولاړ وي او له خلکو څخه د پیسو سوال کوي.

دوی اکثره د سوال پر مهال خپل ماشومان د لارویانو مخی ته اچوې او یا یی تر جامو رانیسې ترڅو ورته پام یی شی او مرسته ورسره وکړي.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG