د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د اداري فساد په برخه کې افغان حکومت ژمن پاتې کیدای شي؟


د توکيو په غونډه کې افغان چارواکي وايي، چې تر هغه د ډيرې ژمنې مرسته له افغانستان سره وشوه چې هيله يې لرله.

ولسمشر کرزي د توکيو تر کنفرانس مخکې په کابل کې ويلي و، چې د افغانستان اړتيا هر کال درې اعشاريه نهه ميليارډه ډالرو ته رسيږي، خو د توکيو په غونډه کې نړېوالو د څلور کلونو په مخه هر کال د څلور ميليارډه ډالرو مرستې ژمنه د يو لړ شرطونو له ايښوده سره وکړه.

په دې شرطونو کې د ښه حکومتداري، د ښځو حقونو ته درناوي، د بشري حقونو ساتنه او د مدني ټولنې د نقش پر غښتليتا ټينګار شوي دي. د نړيوالې ټولنې په مهمو شرطونو کې له افغان حکومته غوښتل شوې دي چې د اداري فساد مخه ونيسي.

دا ستونزه افغان چارواکي مني او د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي وويل، چې جمهور رييس حامد کرزي په خپله وينا کې ټينګار وکړ چې د اداري فساد مخه دې د بهرنيو او افغانانو له لورې د يوه ګډ ميکانيزم په چوکاټ کې ونيول شي:

«له فساد سره د مبارزې مساله يو ګواښ دي، چې افغان حکومت ورسره مخامخ دي.

حکومت ژمن دي چې دا ستونزه هواره شي او د هيواد ولسمشر نن په غونډه کې دې مسالې ته اشاره وکړه، چې له فساد سره بايد مبارزه په ګډه وشي خو د دې لپاره چې فساد بهرني او کورني اړخ لري، پکار ده چې ګډه مبارزه ورسره وشي.»


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نژدې درې اونۍ مخکې په کابل کې له درې ګونو قواوو سره په ګډه غونډه کې ژمنه وکړه چې له اداري فساد سره به حکومت جدي مبارزه پيل کړي.

دا ډول ژمنه مخکې هم ولسمشر له ولس سره کړې وه نو سوالونه پيدا کيږي چې دا ژمنه ښايي پرځاي نه شي، خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصراله ستانکزي ازادي راډيو ته وويل چې له نړيوالو سره يو ځاي دا ممکنه ده چې د اداري فساد مخه په افغانستان کې ونيول شي:

«که چيرته د افغانستان حکومت کوټلي ګامونه له فساد سره په مبارزه کې واخلي، نو د حساب ورکولو مساله رامنځته کيږي.

خو دا هيله بايد ونه لرو چې په لږ وخت کې يو مخ د فساد مخه ونيسو اما راتلونکې لس کاله چې د بدلون کلونه دي اوږده موده ده څو په دې زمان کې د افغانستان دولت او خلک وکړاي شي چې د حساب ورکولو يو دقيق ميکانيزم جوړ کړي.

بل لور ته بايد نړيواله ټولنه هم د حساب ورکولو او مصرف په برخه کې چې تر اوسه په افغانستان کې ناکامه پاتې شوې، بدلون راولي»


د توکيو په غونډه کې نړيوالو تر دوه زره پنځلسم ميلادي کال پورې له افغانستان سره د شپاړس ميليارډه ډالرو مرستو ژمنه وکړه او د غونډې برخه والو دا ژمنه هم وکړه چې تر دوه زره اوولسم ميلادي کال پورې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

افغان حکومت هيله لري چې نړيوال تر دوه زره څلرويشتم ميلادي کال پورې له افغانانو سره مرستې وکړي.
XS
SM
MD
LG