د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د توکیو کنفرانس له افغانستان سره د مرستې په اعلان پای ته ورسید


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ټوکیو د کنفرانس پریکړې، چې په کې له افغانستان سره د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه پورې د شپارلسو میلیارډو ډالرو د مرستې اعلان وشو، خورا مهمې وبللې.

دا نړېوال کنفرانس، د بدلون په لسیزه کې په افغانستان کې د پراختیا او د هغې لپاره د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د یکشنبې په ورځ د یوې ورځې لپاره جوړ شوې وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، چې د ټوکیو کنفرانس له پای ته رسیدو ساعت وروسته یی په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې په دې کنفرانس کې د اقتصادي مرستو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې د بهیر هم کلک ملاتړ وشو:

"د توکیو د کنفرانس په نهايي سند کې نړېوالې ټولنې یو ځل بیا د افغانستان د سولې سره خپل کلک ملاتړ اعلان کړی او د راتلونکو ۴کلونو لپاره يي لږتر لږه ۱۶میلیارده ډالره د افغانستان لپاره نوې مرستې اعلان کړي او همداراز د ۲۰۱۷کاله پورې يي هم قابل ملاحظه مرستو ژمنې له افغانستان سره کړي دي."

په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د ژمنه شویو مرستو د لګولو د څرنګوالي لپاره د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ په یو ګډ میکانزم هم موافقه وشوه.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې افغان دولت دې غونډې ته له یوې جامع طرحې سره ورغلې وو، چې اساسي هدف یی د بدلون په لسیزه کې د افغانستان د اقتصادي بنسټونو پیاوړې کول او په نړیوالو مرستو د اتکا کمول دي.

ښاغلي موسی زي وویل، چې افغان دولت د دې مرستو په مقابل کې له نړېوالې ټولنې سره هم ځینې ژمنې کړي، چې پکې د اداري فساد پر ضد مبارزه او د ښه حکومتدارۍ رامنځ ته کول هم شامل دي.

ولسمشر کرزي هم دې کنفرانس ته په خپله وینا کې په دې اړه د خپلو وروستیو هڅو یادونه وکړه او ویویل، چې د دولت د دری ګونو قواو په یوه ګډه غونډه کې یی پدې اړه کلک هوډ څرګند کړې دې.

په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ژمنه بل مهم پرمختګ دې، چې افغان چارواکي یی ددې کنفرانس د بحث مهمه برخه بولي.

د دې ترڅنګ د افغانستان، پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره د محوري ډلې په غونډه کې برخه واخستله، چې پکې تر ډیره د سولې او پخلاینې په برخه کې د افغان حکومت په دریځ ټینګار وشو، جانان موسی زی وایي:

"موږ هیله مند یو چې دا غونډه او هغه اعلامیه چې ددې غونډې په پای کې صادره شوې ده یو نوی فرصت رامنځته کړي تر څو افغانستان، پاکستان، متحده ایالات او نور هغه هېوادونه چې د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي وکولای شو چې خپلو عملي حمایتونو ته په دې برخه کې ادامه ورکړي."

دا د بن د دیم او شیکاګو کنفرانس وروسته، چې پکې له افغانستان سره د سیاسي ثبات د رامنځ ته کولو او امنیتي برخه کې د مرستو ژمنې وشوې دریمه مهمه نړیواله غونډه وه.

که څه هم افغان کتونکي دا غونډه د بدلون د لسیزې لپاره، چې له ۲۰۱۵ میلادي کال نه تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې موده رانغاړي مهمه بولي، خو وایی، چې ددې د پريکړو د پلې کولو لپاره د یوې سیمه ایزې اجماع رامنځ ته کول ضروري دي.

د کتونکو په وینا د افغانستان ګاونډیان ډیر کله له افغانستان سره ژمنې کوي، خو ددغو ژمنو د عملي کولو په اړه هیڅ راز ضمانت نه وي موجود.
XS
SM
MD
LG