د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

"د نړېوالو شرطونو د پوره کېدو لپاره قوي ارادې ته اړتیا ده"


په داسې حال کې چې نړېوالې ټولنې له افغان حکومت سره د مرستې په بدل کې ځینې شرطونه ايښي، یو شمېر کتونکي او عام افغانان وایي چې که دا شرطونه په سمه توګه پوره نشي نو د نړېوالې ټولنې له خوا شوې مرستې به د تیرو لسو کلونو په څیر حیف او میل شي.

د نړېوالې ټولنې له خوا په دغو شرطونو کې له اداري فساد سره مبارزه، د ښې حکومتدارۍ رامنځ ته کول او په قضايي سیستم کې د اصلاحاتو رامنځ ته کول شامل دي.

یو شمېر کتونکي وایي، چې د نړېوالې ټولنې له خوا د شرطونو د پوره کولو لپاره یوې قوي سیاسي ارادې ته اړتیا ده.

د اقتصادي چارو کارپوه حمیدالله فاروقي وایي، چې باید د دې شرطونو د پوره کولو لپاره افغان حکومت په خپله سیاسي اراده کې بدلون راولي:

"له افغان حکومت وړتیا هم شته او دا وسایل او ابزار هم ورسره شته او د دې پروګرام د پلي کیدو لپاره د افغانستان د ولس او نړېوالې ټولنې ملاتړ هم ورسره شته.

مګر یو شی چې نشته هغه له مسوولینو او چارواکو سره د قوي سیاسي ارادې نه شتون دی.

که چیرته افغان چارواکي دغه اراده ارایه کړي نو زه باور لرم چې دوي کولای شي، ځکه تر اوسه په دې حکومت جدي فشار نه وو راغلی).


دغه کارپوهان خبردارې ورکوي، چې د توکیو کنفرانس د افغانستان لپاره وروستی چانس دی او که افغان حکومت سمه ګټه ترې پورته نه کړي نو دغه مرستې به هم د تیرو لسو کلونو په شان حیف او میل شي.

نه یواځې کتونکي بلکې یو شمېر عام افغانان هم په افغان حکومت انتقاد کوي، چې په تیرو لسو کلونو کې یې شوې مرستې په سمه توګه نه دي مصرف کړي.

دوي له حکومت نه غواړي چې باید د توکیو له کنفرانس نه سمه ګټه پورته کړي او هغه شرطونه چې نړېوالې ټولنې ورباندې ایښي باید پوره یې کړي.

د کابل ښار څو تنه اوسیدونکي په دې هکله بېلابېل نظرونه لري:

"۱:- زما نوم بهارالله نیازی دی. زما په اند که چیرته افغان حکومت ښه او کلک تصمیم ولري نو کولای شي هغه مرستې چې د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان سره کیږي په سمه توګه مصرف کړي.

که حکومت ټینګه اراده ولري د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کولای شي.

۲:- زما نوم کفایت الله د طب پوهنځي د اووم کال محصل یم. دا خو واقعیت دی څوګ چې چا سره مرسته کوي نو د هغو لپاره ځینې شرطونه لري.

زما په اند یو شی چې افغانستان ورسره مخامخ دی هغه د اشخاصو کمښت دی."


د توکیو کنفرانس له افغانستان سره د مالي مرسته د تر لاسه کولو لپاره د یکشنبې په ورځ د جاپان په توکیو کې جوړ شو.

په دې کنفرانس کې شاوخوا اویا هېوادونو او نړېوالو سازمانونو ګډون کړی وو او په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې ژمنې واخیستل شوې.

دا چې دا کنفرانس به د افغانستان لپاره څومره ګټور وي او افغان حکومت به څومره وکولای شي د نړېوالې ټولنې شرطونه پوره کړي دا به راتلونکې کې څرګنده شي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG