واشنګټن پوست ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د ملکي کارپوهانو او کارکوونکو د زحمتونو او افغانانو ته د هغوي د خدمت د اهمیت په اړه، په افغانستان کې د امریکا د سفېر راین کراکر یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې یي کراکر لیکي:
دی، هره اونۍ په اداري غونډې کې دوه کاره کوي: د هغو ملګرو او همکارانو چې زیاتره یي پوځیان وي او په ځینو وختونو کې د ملکي خدمتونو کارکوونکې وې، نومونه په لوړ اواز اعلانوم چې د خپل هېواد د خدمت په لار کې ژوند له لاسه ورکوي.
دغه راز هغو نویو کسانو ته ښه راغلاست هم وایي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت، د امریکا د نړېوالې پراختیا د موسسې او نورو موسسو لپاره کار کوي.
دا کسان خپل کورونه، کورنۍ او تخصصې کارونه پریږدي او په اوونۍ کې شپږ- ۷ ورځې، هره ورځ ۱۶ یا زیات ساعتونه کار کوي. دوي په سیارو کانټینرونو کې ژوند کوي.
دا کسان په ټولو هغو خطرونو پوه دي چې موږ ورسره د کابل په سفارت کې مخامخ یو او دغه راز په ساحې کې د وروستیو ډزو له پیښو هم خبر دي.
کراکرپه مقالې کې لیکي: دا په افغانستان کې ډېر سخت کارونه دي، افغانستان سخت ځای دی او شرایط یي هم ډېر سخت دي. خو زمونږ د هدفونو په ترلاسه کولو کې چې هغه د یوه باثباته، سوله اېز او عښتلې افغانستان جوړول دي، د رضاکارو ملکې کارکوونکو په ونډې سترګې نشي پټیدلاي.
راین کراکر واشنګټن پوست ورځپاڼې کې وړاندې لیکي: دا مهال افغان ځواکونه د هېواد د نفوسو په سلو کې د ۷۵ برخې امنیتي چارې پر مخ وړي او له دي مخکې په هیڅ وخت کې دومره ستر شمېر خلکو ته د روغتیایي خدموتونو او تعلیم امکانات نه وو برابر شوي.
د مقالې لیکوال وړاندي لیکې: په افغانستان کې له ټولو خطرونو سره سره، د امریکا ملکې او پوځي پرسونل له افغان ملګرو سره یوځاي په منظم ډول له امنیتې دیوالونو څخه بهر وځي او له افغانانو سره د کورونو په جوړولو، د کانالونو او اوبه خور د سیستمونو په رغولو او جوړلو کې مرستې کوې.
انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې، د پاکستان په شمال کې چین ته د غزیدلې لارې په اړه یو مضمون لیکلی او له یو لړمعلوماتو وروسته لیکې:
دا سړک د شلو کالو په مودې کې جوړ شوی او په پاکستان کې د شلمې پیړۍ د انجینیرۍ تر ټولو مهمه او ستره پروژه وه. پدي کې زیات شمېر کاریګرو ژوند له لاسه ورکړی او ویل کیږي چې له غرونو څخه د ډبرو د راغورځیدو او نورو خطرونو له امله د سړک په هر مایل کې یو کاریګر وژل شویدی.
ورځپاڼه لیکې: چین او پاکستان دواړو، ددې سړک پر اهمیت فکر کړی و.
چین چې دا سړک “د دوستۍ لویه لار” بولې، نه یوازې د وریښمو پخوانۍ لار یي بیرته جوړه کړې، بلکه دي هیواد ته د عربو په خلیج یعني په ګواډر بندر کې د پښې ځاي هم ورکوي.
دغې لوې لارې، له پاکستان سره دا مرسته هم کړې چې له خپل ستر او قوي شمالې ګاونډې چین سره چې له هند سره یي چندانې جوړه نده، دوستې پخه کړي.