د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د توکیو کنفرانس لپاره د افغان حکومت په طرح کې ستونزې شته


په داسې حال کې چې د توکیو کنفرانس د پیلېدو په حال کې دی، ملي ائتلاف وايي، هغه طرحه چې افغان حکومت یې دې غونډې ته وړاندې کوي نیمګړې او ناکامه ده.

د افغانستان د ملي ائتلاف مشر ډاکتر عبدالله چې د شنبې په ورځ یي په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، د توکیو کنفرانس او د نړېوالو مرستې مهمې وبللې خو پر افغان حکومت یې انتقاد وکړ، چې د دې طرحې په ترتیب کې یې لازمه مشوره نه ده اخیستې.

“یو سند چې افغان دولت تیار کړی، له بده مرغه په دې سند کې ډیري نیمګړتیاوي شته، د مثال په توګه یې تاسو ته وایم، داسې وړاندوینه شوې، چې افغانستان به له 2015 څخه تر 2025 م کال پورې له ټولو هڅو سره چې کیږي افغانستان به یوه نسبتا پر مختللي هېواد بدلیږي.

دغه سند چې نړیوالي ټولني ته د یوه ملي سند په توګه وړاندي سوی باید چې له اپوزیسیون، ملي شورا او مدني تولونو سره بحث ورباندي سوی وای.”

د توکیو نړیوال کنفرانس چې د یکشنبې په ورځ په جاپان کې جوړیږي، اساسي هدف یې له 2015 کال څخه تر 2025 کال پوري د افغانستان لپاره د مالي مرستو را جلبول دي.

په دې کنفرانس کې د 70 هیوادونو او سازمانونو استازي برخه اخلي.

افغان حکومت تر دې مخکې ویلي، چې دې کنفرانس ته یې له څو میاشتو راهیسي چمتووالی نیولی او له بیلا بیلو خواوو سره یې مشوره کړې ده.

د راپورونو له مخي چې افغان حکومت به د خپلي طرحي پر اساس په توکیو کنفرانس کې له نړیوالي ټولني د هر کال لپاره د 4 میلیارډو ډالرو مرسته وغواړي.

د افغانستان د ماليې وزارت د ملي ائتلاف د مشر د خبرو پر خلاف وايي، چې د توکیو کنفرانس لپاره د طرحې په ترتیب کې یې له بېلابېلو خواو نظر اخیستی.

د دې وزارت ویاند وحیدالله توحیدي ازادۍ راډیو ته وویل:

(هرڅوک چې یوه خبره کوي اوغواړي چې جانب مقابل کمزوری ښکاره کړي، د ماليي وزارت دغه کنفرانس لپاره دغه سند چې تیار کړی دی یواځې ددوي د فکر زیږنده نه ده او له هرچا پرې مشورې شوي دي.)

که څه هم افغان حکومت توکیو کنفرانس ته خپله طرحه بشپړه او ښه بولي، خو افغان کارپوهان بیا د افغان حکومت پر هغو طرحو انتقادونه کوي، چې پخوا د افغانستان لپاره جوړو شوو کنفرانسونو ته تیاري شوي او عملي شوي نه دي.

افغانان او د چارو پوهان نړېوالې ټولنې ته وړاندیز کوي، چې افغانستان ته دې مرستې د یوه داسې میکانیزم له لاري ورکړي، چې ورسره د افغانستان رواني ستونزي حل سي او دغه هیواد پر خپلو پښو ودریږي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG