د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

بې پيلوټه الوتکو په شمالي وزیرستان کې ګڼ سخت دریزي وژلي


د پاکستان پر لرې پرته قبائلي سیمه شمالي وزیرستان د مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو په تازه برید کې تندلارو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

برید بیګا ماخوستن د دې قبائلي اجنسۍ د مرکز میرانشاه په شاوخوا څلويښت کیلومترۍ کې د دته خیلو علاقه دارۍ په اړوندو کې وشوه.

ځايي دولتي مقامات په دې حمله کې د دولسو وسله والو د وژل کیدا راپور مني خو وايي، چې اصل شمیر تر دې هم لوړیدی شي.

په عین حال کې باخبره سرچینې او ځينې دولتي مقامات بیا اصل شمیره شل تنه ښيي.

یوه ځايي امنيتي مسوول د خپل نوم نه څرګندولو په شرط وویل، دغو الوتکو د جمعې او شنبې ترمنځ شپې ماخوستن مهال د دته خیلو په نري زوی نومي سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز دوه توغندي وتوغول، چې په ترڅ کې یاده ودانۍ له خاورو سره خاورې شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د برید پر مهال په دې مرکز کې په لسګونو وسله وال موجود و، خو تر وروستیو شیبو يې یواځې د دولسو تنو د وژل کیدا راپور ترلاسه کړی.

یوه بل امنيتي مقام چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي بیا د استخباراتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ وویل، چې په نښه شوی کور د حافظ ګلبهادر په مشرۍ د سخت دریزو طالبانو مرکز و او ادعا يې وکړه چې شل تنه وسله وال ځای پر ځای وژل شوي او یو شمېر نور يې ټپيان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په نښه شوې ودانۍ د حافظ ګل بهادر ډلې یو له هغو مرکزونو څخه و چې هر وخت په لسګونو وسله وال پکې موجود وي.

په عین حال کې یوې ځايي سرچینې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د بریدونو شمېر دوه وښود او ادعا يې وکړه چې په وژل شویو کې ډيری يې ملکیان دي.

سرچینه زیاتوي، چې د وسله والو پر یوه مرکز تر برید وروسته د سیمې خلکو له خاورو و لوټو نه د وژل شویو جنګیالیو جسدونه راویستل چې ناڅاپه پرې بله حمله وشوه.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو یا دولتي سرچینو لا په دې باب څه نه دي ویلي.

دته خیل د شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې په تیرو څو کلونو کې په لسګونو ځله د بې پيلوټه الوتکو له خوا په نښه شوې.

سره له دې چې پاکستان په ښکاره ددې حملو مخالفت کوي، خو متحد ایالات بیا ټينګار کوي، چې د دغو بریدونو هدف ملکيان نه بلکې هغه سخت دریزي وسله وال دي، چې د افغانستان او نړۍ امنيت يې له خطر سره مخ کړی.

مجیب الرحمن انګار
XS
SM
MD
LG