د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

امریکايي ځواکونو په افغانستان کې یو مهم بری حاصل کړ


د سړک د غاړې د ماینونو له امله د امریکايي سرتیرو مرګ ژوبله کمه شوې
د سړک د غاړې د ماینونو له امله د امریکايي سرتیرو مرګ ژوبله کمه شوې
امریکایي ځواکونو په تېرکال کې په افغانستان کې یو کوچنی، خو مهم بری حاصل کړ او هغه دا چې د تېر کال په پرتله یي په سړک کې ښخ شوي زیات شمېر ماینونه له چاودنې مخکې کشف او ایستلې دي. دا بمونه د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره ایښودل شوې وو.

د ماینونو په کشف او ایستلو کې د وسایلو، روزنې او استخباراتو زیاتېدو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د اوړي په موسم کی بمي چاودنې او جګړې زور اخلې او وسله وال په لارو او سړکونو کې ماینونه ښخوي، خو دا کار له دي وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې ستر عامل نه دی.

د امریکا په دفاع وزارت کې د ماینونو د له منځه وړلو د سازمان رئیس تورن جنرال مایکل باربیرو وایي:

“ د روان عیسوي کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ښخو شویو ماینونو یوازې په سلو کې پنځه، پر هدفونو خلاص شوي دي”.

دا رقم د تېرکال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله په سلو کې ۱۲ کم دی.

د امریکا د پوځ په نویو ارقامو کې ښودل شوی، چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې په سړک کې د ښخو شویو مایونو په چاودنو کې ۳۶۸ عسکر وژل شوي وو، دا شمېر په ۲۰۱۱ کال کې ۲۵۲ ته راټیټ شوی و.

د امریکايي ځواکونو د مړینې دا شمېر له افغانستان څخه د دیرش زرو اضافې عسکرو د وتلو په مهال راتټیټ شوی و. په زیاتو مواردو کې له یوه ځاي څخه د عسکرو د وتلو په جریان کې پوځيانو ته زیاته مرګ ژوبله اوړي.

جنرال باربیرو وایي، په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې په سړک کې د ښخو شویو ماینونو چاودنې ځکه کمې شوې چې په دي مودې کی د استخباراتو راټولو وسایل لکه ټاورونه زیات شوي، او هغه الوتکې هم فعالې شوې چې زیاتې کمرې او د کشف وسایل پکې لګول شوي دي.

دا وسایل قوماندانانو ته د عسکرو د تګ د لارو په اوږدو کې د ښخو شویو بمونو ځایونه ښیي او هغه ځایونه هم ورته په ګوته کوي چې تازه کیندل شوي وې.

په دې سربېره امریکایي ځواکونو داسي ټاورونه او بالونونه هم فعال کړې چې له لري فاصلې څخه هغه طالبان ویني چې په سړک کې ماینونه ښخوي او یا هم په چاودیدونکو مواد بار موټر له عادي حالت څخه په زیات سرعت سره د دوي د اډې پر لور بیایي.

جنرال باربیرو وایي، ټولو قوماندانو ورته ویلي، دا تکنالوژي یي ډېره خوښه ده او دا ځکه چې ګواښ ورباندي ویني او په مقابل کې یي عمل کوي.

د دې ټکنالوژۍ له ښیګڼو سره سره، امریکایي ځواکونه له یوې بلې ستونزې سره هم مخامخ دي او هغه د پاکستان له قبایلې سیمو څخه افغانستان ته د چاودیدونکو موادو او ماینونو د لیږد ستونزه ده.

پاکستانې چارواکې وایي، له دي هیواد څخه افغانستان ته د تلونکې کیماوي سرې یوازي په سلو کې یوه برخه یي د میانونویا بمونو په جوړولوکې کارول کیږي، خو تورن جنرال باربیرو وایي، په افغانستان کې په سړک کې د ښخو شویو مایونونو په سلو کې اته شپیته یي په پاکستان کې د تولید شوي امونیوم ناتریت سرې څخه جوړ شوي دي.

جنرال باربیرو، پاکستان ته په وروستیو سفرونو او کتنو کې له پاکستانې چارواکو څخه وغوښتل چې د کیماوي سرې ترکیب باید سخت کړي تر څو په چاودنو کې ورڅخه کار وانه خیستل شي.
XS
SM
MD
LG